په اسیا جام کې هند لوبډلې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په اسیا جام کې خپله درېیمه لوبه هند لوبډلې ته وبایلله.
په دغې لوبه کې افغان لوبډله توپ وهنه کې ښه ونه ځلېده او ۴۱م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره هند لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ.
د هندوستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې یاد هدف ۳۹م اور کې د اوو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د درې ویکټو په شتون کې وګټله.
افغان لوبډلې خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه له پاکستان او دویمه لوبه یې له کوېټ نه ګټلې وه.