افغان ایمرجینګ لوبډلې په اسیا جام کې سرېلانکا ماته کړه

د افغانستان ایمرجینګ کرکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.
سریلانکا په دغې لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ هدف ورکړ.
افغان لوبډلې د درې لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د افغانستان لپاره توپ وهنه کې شاهدالله ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، دروېش رسولي ۶۱ او عبدالمالک ۴۷ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې په دغې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه او دویمه لوبه یې له نیپال څخه ګټلې وه.