د اسټرالیا ۱۹ کلنو افغان ۱۹ کلنو ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه

شېبه وړاندې د افغان ۱۹ کلنو او اسټرالیا ۱۹ کلنو سیالي پای ته ورسېده. دا سیالي نن غرمه د کابل پر وخت ۱۲ نیمې بجې پېل شوې وه.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د نړیوال جام د پنځم مقام لپاره د نیمه پایلوبې د نننۍ لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
افغان ۱۹ کلنو په نن سيالۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۱ مڼډې جوړې کړې. اوس د اسټراليا ۱۹ کلنو خپله توپوهنه پېل کړې ده او په لومړي اوور کې يې دوه لوبغاړي وسوځېدل، او درې مڼډې لري.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې له دې وړاندې څلور سيالۍ وکړې ، درې يې وګټلې اؤ يوه مهمه سيالي يې بيا پاکستان ۱۹ کلنو ته بايلوده. نن دې لوبلړ په جریان کې افغانستان خپله دوهمه ماته هم ومنله او سیالي یې اسټرالیا ته بایلوده. اسټرالیا ۱۹ کلنو د ۴ ویکټو او ۱۹ توپونو په در لودلو سره وکولای شول چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله ماته کړي.

د اسټرالیا لپاره تنویر سنګاه تر نورو ښې منډې وکړې، نوموړی وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره ۴۶ منډې ثبت کړي.