د درې فوټبالرانو وروستي جزئیات

محمود خان منندوی

 بیل، اسینسو او هازارډ درېیو سرو نن بیا هم انفرادي تمرینات وکړل او په دې سره ګریټ بیل د زاراګوزا پر وړاندې لوبه له لاسه ورکوي. هازارډ چې ویل کېده، ډاربۍ ته اماده کېږي، لا هم نه دی جوړ شوی او نه لوبېدل یي یقیني معلومیږي. د اسینسو ریکوري جریان لري او د مارچ میاشت کې یي لوبېدل اټکل شوي دي.

د ESPN د خبر له مخې، کاواني د اټلاټیکو ماډریډ سره د یو ځای کېدو په خاطر توافق ته ورسید. یوازې د دواړو کلبونو توافق د انتقال پر پیسو پاتې دی.

لیورپول پرون د ۲۰۱۸ میلادي کال د اپریل راهیسې هغه لوبه ونه ګټله، چې دوه یا اضافه ګولونه یي پکې لګولي وو.

هازارډ ۲۹ کلن دی، ۷۴ کېلو ګرامه وزن او ۱.۷۵ سانتي متره له قد لوړوالي لري. هغه د نړۍ نامتو فوټبالر دی.

بیل ۳۵ کلن دی او ۸۰ کېلو ګرامه وزن لري.

اسیسنو بیا ۲۴ کلن دی او ۱.۸۲ سانتي متره له قد لوړ دی.

دا درې واړه د نړۍ په کچه پېژندل شوې څېري دي او په لوبه کې شور جوړوونکي لوبغاړي شمېرل کیږي. دوی په کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال لري.