ریال ماډریډ کلب د تېر کال په پرتله مخکښه روان دی

محمود خان منندوی

ریال ماډریډ د دې فصل د ټولو لوبلړونو تر ۲۸ لوبو وروسته یوازې دوې ماتې خوړلي دي، دا د ریال ماډریډ لپاره تر ټولو ښه خبر په دې دی چې له پورته مقدار یې ۲۶ سیالۍ ګټلي دي.

یاده دې وي چې ریال ماډریډ لوبډله د تېر کال په پرتله سږ کال ډېره پیاوړې ځکه ښکاري چې د تېر فصل په جریان کې یې ۹ ځلې ماته خوړلې وه.

ریال ماډریډ په لوبډله کې د نړۍ نامتو لوبغاړي لري.

۲۱مه پېړې کې د ریال ماډریډ تر ټولو ښه کارنامه دا ده چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو په منځ کې یې یوازې یوه ماتې خوړلې وه. ریال ماډریډ کلب د هسپانیا فوټبال نامتو او مخکښه لوبډله ده.

بل لور ته د سپورټ کاټلونیا د ادعا پر اساس، که ډورټمنډ د یوونټوس څخه د امري جان پر رانیولو بریالی شي، نو یوونټوس به د هغه د ځایناستي له پاره راکیټیچ رانیسي.

دغه راز منچسټر یونایټیډ د ۱۸۹۲میلادي کال راهیسې په لومړي ځل په یوه لوبه کې ۶ مختلف ګول وهوونکي درلودل. دا لوبه پرون وه.