د چیلسي فرانسوی لوبغاړی انګولو کانټي د ریال ماډریډ سره توافق ته ورسېد

محمود خان منندوی

 د چیلسي فرانسوی لوبغاړی انګولو کانټي د ریال ماډریډ سره توافق ته رسیدلی دی. د ریال ماډریډ کلب سره له اوسه د نقل او انتقالاتو په راتلونکو دورو کې د خپل ترکیب د قوي کولو لپاره کار شروع کړی دی او د انګلستان د سن ورځپاڼي ادعا کړې ده، چې د چیلسي کلب د انګولو کانټي پر سر د ریال ماډریډ سره توافق ته رسیدلی دی.

دا له هیڅ چا څخه پټه نه ده، چې زین الدین زیدان د کانټي سره ډېر علاقه لري او ریال ماډریډ د دې کال په دوبي کې د هغه د رانیولو لپاره اقدام کړی و، خو چیلسي د محروموالي په خاطر د هغه ځایناستی نه شو رانیولای، نو ځکه د غه انتقال ترسره نه شو او اوس دواړه کلبونه په محرمانه توګه د کانټي پر سر په 100 میلیونه پونډه توافق ته سره رسیدلي دي.
ریال ما‌ډریډ د روان کال په دوبي کې ایډین هازارډ تر ډېرو هڅو وروسته رانیوه او د هغه څخه یو کال مخکې یي په دوبي کې ټیبو کورټوا هم په دغه ډول رانیول و. اوس داسې معلومیږي، چې انګولو کانټي به د چیلسي درېیم لوی لوبغاړی وي، چي د ریال ماډریډ لباس به په تن کړي.

پر دې اساس اوس داسې معلومیږي، چې ریال ماډریډ د نقل او انتقالاتو راتلونکو فصلونو ته لوی پلانونه لري. د انګولو کانټي سربیره د ریال ماډریډ کلب رئیس د 2020 یا 2021م کلنو په دوبي کې د پاریس سېنټ جرمن څخه د کیلیان امباپي د رانیولو لپاره بي وقفې هڅې کوي. البته د یوې اینده لرونکي لوبغاړي د خرڅولو لپاره د ناصر الخلیف راضي کول هیڅ اسانه کار نه دی، خو امباپي د ریال ماډریډ لومړی هدف دی او خپله دغه لوبغاړی هم د ریال د لباس په تن کولو ته لیواله دی.