ریال ماډریډ د لالیګا په جدول کې لومړی، خو چمپیونز لیګ کې بیا وروستی مقام لري
محمود خان منندوی
د لالیګا په جدول کې ریال ماډریډ لومړی ځای لري، خو په چمپیونز لیګ کې بیا په وروستي ځای کې قرار لري او دې مقامونو د ریال د مدیرانو اندیښنه را پورته کړې ده. مارکا د جنورې لپاره د ریال د پلانونو په اړه لیکلي دي، چې ریال غواړي ماریانو ډیاز او براهیم خرڅ کړي. زیدان اوس مهال پوګبا تر نظر لاندې لري، خو د هغه رانیول لا ناممکن معلومیږي او د دوی دوه نور انتخابونه کریسټین اریکسن او فن ډي بیک دي.
د ایاکس د لوبغاړي فن ډي بیک امکان ډېر دی، ځکه هغه تیر دوبي کې هم د ریال ماډریډ سره د یو ځای کېدو نیت درلود او بل انتخاب هم د فرانسې د رینس کلب 16 کلن لوبغاړی کاماوینګا دی. کاماوینګا به د ریال د کښتې سطحې لوبډلې ته لومړی ولاړ شي. کریسټین د ټاټنهام سره د قرارداد د غځولو څخه انکار کړی و.
د فن ډي بیک په اړه د ریالیانو اندېښنه په دې خاطر اوس شته، چې هغه د VOETBAL سره په مرکه کې ویلي وه، چې نه غواړي په ژمي کې ایاکس پریږدي او غواړي ټوله فصل ایاکس سره تېر کړي.