د جنوبي افریقا ښځو په شپږمه شل اوریزه سیالۍ کې د هند ښځو لوبډله ماته کړه، نور هم شته

د شل اوريزه سيريز په وروستۍ شپږمه لوبه کې د سويلي افريقا ښځو په هند کې د هند ښځو ته په ۱۰۵ منډو توپير ماته ورکړه.

د سيريز دوه لوبې دوهمه او دريمه د باران له امله لغوه درې يې هند او وروستۍ يوه يې سویلي افریقا وګټله.

هلمند غوره لیګ: ليسه ذکور لوبډلي ۳-۰ ګولونو کريم اتل لوبډلې ته ماته ورکړه.

درويشت کلنو وړاندې په ۱۹۹۶ کې په نننۍ نېټه باندې شاهد افريدي د يوه ورځنيو لوبو تېزه سليزه وهلې وه.

د پاریس سېنټ جرمن روزونکي ټوماس ټوکل اعلان کړه، چې امباپي، ډراکسلر، کریر او ډاګبا به د انګرز پر وړاندې د نن لوبه کې نه وي.
کاواني هم اماده شوی دی او دې لوبه کې به ذخیره وي.

د ریال ماډریډ کلب اعلان کړه، چې مارسلو په راسته پښه کې د درد څخه په تکلیف دی او د لوبو څخه لیروالی یي نه دی مشخص.

هغه ممکن تر ملي لوبو وروسته لوبو ته اماده شي.

هغه نارينه او ښځينه لوبغاړي چي هند لپاره يې زياتې نړيوالې شل اوريزې سیالۍ ترسره کړي.

رسمي: پیپ ګوارډیولا تائید کړه، چې کوین ډي بروین به د زخمي کېدو په خاطر د ولورهمپټون سره د یکشنبې لوبه له لاسه ورکړي.