نن مازیګر ۵ بجې افغان کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افریقا خلاف سیالۍ کوي

ــ تاند

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه نن مازیګر پنځه بجې له جنوبي افریقا سره پيل کړي. افغان او د جنوبي افریقا لوبډلو تر دې دمه خپلو کې هیڅ کومه ۵۰ اوریزه لوبه نه ده کړې او یوازې دوه ځله د شل اوریز جام سیالیو کې د یو بل سره ټکر شوې دي چې دواړه وارې سویلي افریقا پر افغانستان غالبه شوې ده.

همدا راز د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې هم دواړو لوبډلو تر اوسه کومه لوبه نه ده ګټلې.

بلکې افغانستان او جنوبي افریقا دواړه د ۲۰۱۹ نړیوال جام پواینټ ټېبل کې له یو یو پواینټ سره تر ټولو وروسته دي.

نننۍ لوبې ته په ۱۵ کسیز سکواډ کې د اصغر ستانکزي، حشمت شهیدي، حضرت ځاځي، اکرام علي خېل، نجیب ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، محمد نبي، رحمت شاه، سمیع الله شینواري، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، حمید حسن، مجیب الرحمن او راشد خان نومونه ورکړل شوي چې یوازې یوولس لوبغاړي به ترې ولوبول شي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وړاندوینه کې د دې لوبې چې د انګلستان سوفیا ګارډن لوبغالي کې به وشي د ګټلو زیات چانس ۸۷ سلنه جنوبي افریقا او ۱۳ سلنه چانس له افغانستان سره ښودل شوی دی.

دغه سیالي د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلو لپاره خورا مهمه ګڼل شوې او ګټونکې لوبډله په یاد جام کې مخته وړلای شي.