ننۍ بریا د جنوبي افریقا لپاره د نیمه پایلوبې وروستۍ هیله ده

عبدالمالک شفق

ای سي سي: د کریکټ نړیوال جام په لړ کې افغانستان او جنوبي افریقا هغه دوه یوازیني هېوادونه دي، چې تر دې مهاله یې هېڅ یوه لوبه نه ده ګټلې. دوی د نړیوال جام په ۲۱مه لوبه کې نن په کارډیف کې له یو بل سره مخ کېږي.

د ۲۰۱۵م کال نیمه پایلوبې ته وتلې لوبډلې، جنوبي افریقا تر دې دمه په ترسره شویو څلورو لوبو کې له انګلستان، بنګله دېش، هندوستان او وېسټ انډیز څخه ماتې خوړلې دي.

نننۍ لوبه کې بریا د جنوبي افریقا لپاره یو ځل بیا نیمه پایلوبې ته د رسېدو وروستۍ هیله ده.

په درۍ پرلپسې ماتو سره افغانستان د جدول په وروستۍ برخه کې ځای لري، په داسې حال کې چې بریدګر توپ وهونکی محمد شهزاد کور ته لېږل شوی او په دې سره د توپ وهنې برخه نوره هم کمزورې ښکارې.

که څه هم د افغانسان د توپ اچونې برخه پیاوړې ده، که توپ وهونکي یې ته د رباډا او عمران طاهر پر وړاندې ښه لوبه وکړي، د بریا چانس یې ډېرېږي. د نننۍ لوبې په لومړیو شېبو کې د اورښت اماکانات شته، خو د ورځې په پاتې برخه کې د اورښت امکانات کم دي.