افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د جنوبي افریقا خلاف لوبیږي

ــ تاند

ټاکل شوې سبا/شنبه/ چې د روان میلادي کال له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان لوبډله د جنوبي افریقا د لوبډلې سره لوبه ترسره کړي. تر دې مهال افغان لوبډلې په دې سیالیو کې دري لوبې کړي چې درې واړه یې بایللي دي، لومړۍ سیالي یې اسټرالیا، او دوهمه سیالي یې سریلانکا ته بایلوده. اوس افغان لوبډله د یاد نړیوال جام سیالېو کې د جدول په ورستي ځای کې قرار لري، خو مقابل کې بیا جنوبي افریقا لوبډلې څلور لوبې کړي چې درې لوبې یې بایللي او په یوه لوبه کې باران شوی چې یو پوانیټ په اخیستلو نهم مقام کې ځای لري.

افغان لوبډلې ته یاده سیالی خورا ارزښت لري، که افغان لوبډله دغه لوبه کټې، له جنوبي افریقا څخه یو پوانیټ په زیاتېدو سره د جدول نهم مقام به ترلاسه کړي.

یاده دې وي چې افغان لوبډلې له پرلپسې درې ماتو وروسته سبا د جنوبي افریقا خلاف سیالۍ کې د ښې لوبې ډاډ ګېرنه ورکوي او هیله مندي یې ښودلې ده چې یاده سیالي به په خپل نوم کړي.