افغان ۱۹ کلن ځوانان نن د اووم مقام خپلولو لپاره د جنوبي افریقا خلاف لوبیږي

افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به سبا ۱۲:۳۰ بجې د نړیوال جام د لوبو د اووم مقام خپلولو په موخه د سویلي افریقا په بینوني ښار کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي وړمه ورځ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ناسته وکړه چې په یاده ناسته کې د لوبغاړو سربېره د دغې ادارې اجراییه رییس او غوراوي کمېټې مشر او د کرکټ ډایریکټر هم شتون درلود.

په دغه ناسته کې ښاغلي یوسفزي یو ځل بیا پر خپلو موخو ټینګار وکړ او لوبغاړو ته یې په خپلو څرګندونو کې وویل، څو ټول لوبغاړي باید د روان کال د اسیا جام او شل اوریزو نړیوال جام سیالیو ته بشپړ چمتووالی ونیسي او په وینا یې له لوبغاړو سره ټولې شوې ژمنې به عملي جامه خپله کړي.

ښاغلي یوسفزي همدارنګه وویل: ((زه په دې ډاډه یم چې تاسو به راتلونکی اسیا جام د افغانستان په نوم ثبتوئ، ځکه تاسو د دغه کار وړتیا لرئ او همدارنګه له تاسو ټولو هیله لرم چې د غوراوي کمېټې پرېکړو ته بشپړ درناوی ولرئ. که چېرې هم کومه ستونزه راولاړیږي نو د غوراوي کمېټې له مسوول، اجراییوي رییس او یا دې هم پخپله له ماسره شریکه شي، ستاسو هره ستونزه به حلیږي.))

یاده دې وي چې افغانستان د ۲۰۲۰ میلادي کال د ۱۹ کم عمره ځوانانو په نړېوال پنځوس اوریز جام کې ګډون کړی، لومړۍ درې سیالۍ یې ګټلي، له هغې وروسته یې یوه سیالي پاکستان او یوه سیالي یې بیا اسټرالیا ته بایلوده. نن ددې سیالېو په لړ کې افغانستان د اووم مقام خپلولو لپاره له جنوبي افریقا سره سیالي کوي.

دا سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ نیمو بجو ده.