افغان ۱۹ کلن ځوانان سبا د اووم مقام ګټلو لپاره له جنوبي افریقا سره سیالي کوي

د کرکټ افغان نولس کلنه  کرکټ لوبډله چې په تېره جنوري په میاشت کې سویلي افریقا ته د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام لوبولو په موخه تللې وه، د یکشنبې په ورځ یې یوه لوبه اسټرالیا نولس کلنو کرکټ لوبډلې ته وبایلله او د فبروري په ۵ مه نېټه له سویلي افریقا کرکټ لوبډلې سره په اووم مقام لوبه کوي.

 د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله د فبروري په ۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ له سویلي افریقا نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره په اووم مقام لوبه کوي.

 دغه لوبه د افغانستان پر وخت غرمه دولس نیمې بجې پېلېږي.  مخکې د کرېک بز ورزشي وېب پاڼې د کرکټ نړیوالې شورا له قوله لیکلي وو، چې د افغانستان او اسټرالیا لوبه به په پنځم مقام وي؛ خو اوس یې تازه نوی نوملړ خپور کړی، چې افغانستان او سویلي افریقا به په اووم مقام او اسټرالیا او ویسټ انډیز به په پنځم مقام یو ځل بیا لوبه وکړي.

 افغان لوبډلې په نړیوال جام کې له افریقا او عربي متحده اماراتو نولس کلنو کرکټ لوبډلو لوبې وګټلې؛ خو پاکستان او اسټرالیا ته یې وبایللې.

 افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله به خپله وروستۍ لوبه د فبروري په ۵ مه نېټه له سویلي افریقا کرکټ لوبډلې سره ترسره کړي او بیا به یې سفر پای ته ورسېږي.