هند کرکټ بورډ د روهیت شرما بدیل په ډاګه کړ

 لیکنه: اکبرعلي سمون

 وروسته له هغې چې هندی پیلیز توپوهونکی روهیت شرما د نیوزیلنډ خلاف پنځمه شل اوریزه لوبه کې د چټکې منډې اخیستو په ترڅ کې په پښه کې د دردونو سره مخ شو، د د روغتیا کومیټې ورته د ارام کولو او له یادو لوبو څخه د لرې کیدا سپارښتنې وکړې.

 تازه هند کرکټ بورډ یا BBCI د نوموړي پر ځای د پاتې ټېسټ او یوه ورځنېو لوبو لپاره د لوبډلې دوه نوره غوره توپوهونکي انتخاب کړل شول.

 په انتخاب شویو لوبغاړو کې پراتېوشاو د ټېسټ او میانک اګروال د یوه ورځنېو لوبو لپاره د روهیت ځای ناستي وټاکل شول.

 هند د نیوزیلنډ خلاف د ټېسټ لوبو لپاره لوبډله کې ویرات کهولي لوبډلمشر، میانک اګروال، پریتوي شاو، شُبمن ګېل، چیتېشورپیوجاره، اجینکیا ریحاني مرستیال لوبډلمشر،حانومه ویهاري، ریدمان ساها ویکټ ساتونکی، ریشب پنټ ویکټ ساتونکی، ریویچندرن اشوېن، راوېندراجادېجا، جسپرېټ بومرا، اومېش یادوف، محمدشامي، ناودیپ سیني او ایشنټ شرما شامل کړل شوي دي.

 هند د نیوزیلنډ په سفر ده او ددغه سفر په لومړي شل اوریزه سریز کې یې کوربه لوبډله پنځه صفر له ماتې سره مخ کړ، خو د ټېسټ او یوه ورځنیو لوبو لړۍ به د فبرورۍ په څلورمه (نن) له یوه ورځنیو لوبو پیل شي