له هند کرکټ ملي لوبډلې د روهیت شرما لرې کېدل دوه لوبغاړو ته فرصت ورکوي

 لیکنه: اکبرعلي سمون

 هند کرکټ ادارې ته نږدې سرچینو ویلي چې روهیت شرما به د کوربه نیوزیلنډ خلاف په ټېسټ او یوه ورځنیو لوبو کې ونه لوبیږي، خو BCCI تر اوسه رسمي نده تائید کړي.

 نوموړی د نېوزیلنډ خلاف پنځمې شل اوریزه لوبې په اوولسم اوور کې د چټکې منډې اخیستو په ترڅ کې د پښې له دردونو سره مخ شو چې د فېزیو له راتګ سره د هغه په هدایت د توپ اچونې برخې ته راښکته نشو.

 که څه هم چې د لوبې وروسته هندي پیلیز توپوهونکي کېل راهول خبرو کې وویل څو روحیت به د یوه ورځنیو لوبو لپاره اماده وي خو داسې نه ښکاري.

 په داسې حال کې چې پرتیو شاو به خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې راڅرګند شي، مالومه نه ده چې څوک به یې د پیلیز توپوهونکي په حیث ملګرتیا وکړي.

 که روهېت له راتلونکو سیالیو بهر کیږي نو ممکن پر ځای به یې د هندۍ لوبډلې دوه نورو مخکښو لوبغاړو شُبمن ګېل او میانک اګروال له منځه یو د هغه پر ځای لوبډلې ته انتخاب کړل شي.

 هند د نیوزیلنډ په سفر ده او ددغه سفر په لومړي شل اوریزه سریز کې یې کوربه لوبډله پنځه صفر له ماتې سره مخ کړ; خو د ټېسټ او یوه ورځنېو لوبو لړۍ به د فبرورۍ په څلورمه له یوه ورځنېو لوبو پیل شي.