ګلبدین نائب: ملي لوبډله د چا شخصي نه ده، ملي ده او غوره لوبغاړو ته فرصت ورکوي

جعفر هاند

خوږ ژبي خبریال او د کرکټ په ډګر کې پیاوړی مبصر جعفر هاند د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشر ګلبدین نائب سره تازه تفصیلي مرکه کړې ده، دلته یې لنډیز را اخلو او ستاسې مخته یې ږدو.

 په پېل کې ښاغلي هاند له ګلبدین پوښتلي، ملي لوبډله اوس په کوم حالت کې ده؟ وايي: افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ګلبدین او یا د بل چا شخصي لوبډله نه ده، دا ملي لوبډله ده  او څوک چې ملت ته ښه لوبه کوي، په ټيم کې به لوبیږي.

نائب دا هم ویلي چې اصغر افغان لږ ښه نه و، اوس ښه شوی او شاید را روانو لوبو کې ولوبیږي.

دغه راز په ټيم کې ټول لوبغاړي په اتفاق دي، ټول د وطن لپاره لوبیږي، اصغر، نبي، راشد او نور مجرب لوبغاړي ماته مشورې راکوي او لوبډله یو له بل سره همغږي لري.

شهزاد له څه مودې راهېسې په پښه کې ستونزه لرله، موږ وساته چې ګوندې ښه شي او د افغانستان لپاره ولوبیږي، خو هاغسې چې زموږ تمه وه، ونشوه. شهزاد چې اوس نه لوبیږي، دا مانا نلري چې د هغه کرکټ خراب شو، خدای دې یې ژر روغ کړي، بېرته به راشي. حمید، نور علي او نور لوبغاړي هم انفټ شوي؛ خو بېرته راغلي دي، (شهزاد ادعا لري چې روغ دی او له ټيم څخه قصدآ ویستل شوی، خو بور‌‌‌‌‌‌ډ وايي چې هغه ته ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ویلي چې ارام وکړي او رسمي راپور یې هم شته)؛ بېټېنګ مو چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه نه چلیږي یو علت یې دا دی چې موږ د اروپا په پيچونو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر پرکټس نه دی کړی او بل علت دا دی چې له ‌‌‌‌‌‌ډېرو غټو او مجربو ټيمونو سره مخامخ یو، خدای مهربانه دی، راروانې لوبې به ښې وکړو.
زموږ مینوال باید ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او اطمینان راکړي، د افغانستان ملي ټيم د هغوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ته ضرورت لري، زه د هغوی د انتقاد او احساساتو درناوی کوم.

یاده دې وي چې د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي محمد شهزاد وړمه ورځ له رسنېو سره په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ دننه له ډېرو ناویلو پرده پورته کړه او د کرکټ بورډ ښکاره دسیسه یې د رسنېو په وړاندې ښکاره کړه. شهزاد دا هم ویلي همدا نن لوبې ته چمتو یم او رک، روغ یم، خو کرکټ بورډ وايي، ارام وکړه.

په نړیوال جام کې اوس د شهزاد پر ځای اکرام علي خیل لوبیږي، دا چې ملي لوبډلې د یاد جام درې سیالۍ کړي او درې واړه یې بایللي، له همدې امله د سخت فشار لاندې ده.