ګټونکې او بایلونکي لوبډلې لیکنه|م امین‎

د کرکټ پۀ نړۍ کې اکثراً هغه ټیمونه چې د اُوـ ډي ـ آی فرمټ لوبې پۀ لوړ رن ریټ ګټي او بایلي،د کپ وړلو حساب پرې نۀ شو کولای.د داسې لوبډلو پاڼۍ احساساتي وي،پۀ یوه سترګه سیالبین او مینه وال ژړوي او پۀ بله یې خندوي.دوی یواځې پۀ فردي وړتیاوو غره او متکي وي او د نړیوال رینکینک پۀ عالي درجو کې ښکته پورته کیږي.د داسې لوبډلو کپتان کۀ د بال او بیټ راج ونلري،مینه والو ته بېګانه ښکاري،دوی لۀ کپتانه منجمنټ نه، بلکه کارکرده ګي غواړي، شخصیت یې نقدوي او حتی لۀ لوبو کینول کیږي.

سویلي افریقا ویسټ انډیز،افغانستان،بنګله دیش،ایرلیڼډ،امارات او ضمناً پۀ تجارتي لوبو کې سنرایزر حیدراباد او بنګلور پۀ دې کټه ګوریو کې راځي.

پۀ نوموړو لوبډلو ګیم چینجرز(لوبې بدلوونکي)،ریکارډ جوړونکي او ویکټ ماتوونکي وي خو لوبه ګټونکي او مسوولیت پذیر لوبغاړي نۀ لري،کۀ یو ـ دوه یې ولري هم د نورو لوبغاړو تر تاثیر لاندې لوبیږي.

دا لوبډلې پۀ توپوهنه کې پۀ لوړ هدف پسې ځي،داسې هدف چې بې پارټنرشیپ او ملګرتیا ترلاسه شي،د دوی ستره هڅه دا وي چې،توپونه د هوا لۀ لارې د سیالبینو منځ ته وغورځوي،د ټیټو شاټونو وړتیا نلري،فیلډر نۀ مطالعه کوي.دوی بالر ته توجه کوي،بال ته یې دقت نۀ کوي،جالب یې لا دا وي چې تر بال وررسیدو دمخه یې پر هغۀ د بوڼډري د کراس او یا د پارابولیز شاټ قضاوت کړی وي.

د داسې ټیمونو بالران د لوبې پۀ هر پړاو کې د ویکټ د غورځېدو هڅه کوي،بال میسینګ ته توجه نۀ کوي،د توپوهونکي مطالعه نۀ کوي او د فیلډینګ پۀ کیسه کې نۀ وي.

دوی سیالبینو ته یې ډېر پام کوي،د هغوی لۀ چکچکو،شور او ځوږه خوند اخلي،د مینه والو لۀ پاره شاټونه وهي او د ځان لۀ پاره لوبه کوي،دوی د تلویزون لۀ سکرینه پۀ تاثر اکشن،ځانګړي فزیکي حرکات او د شخصي فام منظرکشي کوي.
دا ډله لوبغاړي هره لحظه خپل ځانونه د خلکو پۀ سترګو کې ویني ځکه نو فکر،زغم او تخنیک ته وخت نلري.

ددوی برخلاف هغه سیال ټیمونه چې دوی ماتوي، لۀ احساساتو یې ګټه پورته کوي،د څو شاټونو پۀ بدل ترې اساسي ویکټ وړیا اخلي،تر هغې چې یو سیټ توپوهونکی کاملاً ډینجر شوی نۀ وي پۀ یوه پارټ ټایم بالر یې ویکټ غورځوي.کله چې احیاناً ملګرتیا جوړوي،نو پۀ خپل مین بالر یې قطع کوي.

موږ د روان 2019م جامِ جهاني د لوبو پۀ لړ کې، د ویسټ اڼډیز او استرالیا لوبه ولېدله،هغه لوبه ویسټ اڼډیز پۀ کاملاً فشار اچولو پېل کړه،د سیالۍ د سر تحلیل دا وو چې استرالیا پۀ لومړي ځل لۀ سختې ماتې سره مخ ده،د اساسي ویکټو مسلسل لویدل،د مڼډو کمی او د فشار منلو، استرالیا محکومه کړې وه،خو د دوی لۀ پاتې ناسوځیدلیو لوبغاړو سره فکر ، مسوولیت او زغم لاهم پاتې وو،ویسټ اڼډیز ویکټې غورځولې وې خو استرالیاویانو زړونه نۀ وو غورځولي،همغه ناشونې لوبه د یو یا دوه لوبغاړو پۀ مسوولیت منلو بیرته د د لوبې د پېل پلان ته واوښته.دومره هدف وضع شو چې استرالیا د خپل معتمد بالینګ پرمټ ترې دفاع کولای شوه.

د ویسټ اڼډیز  د توپوهنې پاڼۍ پۀ جوش او خروش پېل شوه،اوپنرانو یې د بیټ پۀ مرسته فشار اچول غوښتل خو پخپله د سټارک او کومین بالونه فشار اچوونکي ول،همغه وو چې ویسټ اڼډیز احساساتي پېل د هغوی پاڼۍ ټکنۍ کړه،پۀ منځني آورونو کې فوران او ملګري یې د زغم او تخنیک پۀ مټ فشار کنترول کړ ؛خو د هدف ترلاسه ینې لپاره یې دوامداره ملګرتیا ونکړه،همغه وو چې پاتې نور هم د دوی پۀ پلۀ لاړل.د لوبې پۀ حساس وخت کې کپتان هولډر یوه برخه مسولیت ومانۀ،کارلوس د بالونو او مڼډو کم توپیر ته بې حوصلې شو،بیا هم ویسټ اڼډیزیانو د سیال ټیم بالرانو ته د افریقایي، پاکستاني او انګلیڼډي بالرانو پۀ سترګه کتل؛خو داسې نۀ وه،د استرالیوي بالرانو اوچت سرعت او هوښیار بالینګ لو -آرډر ویسټ اڼډیزیان یوې او دوو مڼډو ته هم پرې نښودل.پۀ پای کې استرالیا دواړه پاڼۍ پۀ فکر او تخنیک پۀ خپله نفعه تمامې کړې.

د ګټونکو او بایلونکو لوبډلو داسې ډېرې نمونې شته،چې ځېرک مینه وال او کتونکي یې پۀ داسې شيبو عادلانه قضاوت کولای شي.

زۀ پۀ مطلق ډول دا نۀ وایم چې یادې لوبډلې بۀ هیڅکله د اتلولۍکپ پورته نکړي،بلکه دا بۀ استثنایي حالت وي.خو دا پۀ زغرده ویلای شم چې،د قهرمانو ټیمونو معیار دا نۀ وي.اتفاقاً کیدای شي،یوه ورځ د یوې داسې لوبډلې ټول استعدادونه،د سیال ټیم هر پلان او تخنیک ته سپر وګرځي او خبره بای چانس ته لاړه شي؛خو عموماً د پنځوس آوره لوبو معیاري او اصولي تحلیل د تیزو لوبډلو پۀ نفي باندې ورکول کیږي.

کامیابې لوبډلې فشار اچوي،ساتي یې او بالاخره یې پۀ خپله بریا پای ته رسوي.

ماتې منونکي لوبډلې فشار اچوي،بیرته یې لۀ لاسه ووځي،کۀ یې بیا ترلاسه کوي تر اخر یې نۀ شي ساتلی.
زما پۀ آند د داسې لوبډلو د بریا چانس هله زیاتیږي چې،دقیق کپتان او زیرک ویکټ ساتونکي ولري،د لوبډلې کپتان د هغوی د ګراوڼډ مدیر دی،مدیر باید د خپل ټیم د هر پلایر وړتیا پۀ فردیز ډول وارزوي او د کارولو وخت یې وپیژني.پخپله د کپتان فام د منجمنټ پۀ برخه کې اهم دی او د نورو کارول پۀ خپلو برخو کې.ویکټ کیپر د خپل ټیم د بالینګ د پاڼۍ یو سترګور جاسوس،د توپوهونکي لوستونکی او د فیلډینګ د انسجام اوپریټر دی. یو زیرک کیپر کولای شي چې خپل بااستعداده خو کم تجربه بالر مسینګ او ویکټ غورځولو ته سوق کړي،او هم پخپله توپوهنه کې مسوولانه او جارحانه پاڼۍ وړاندې کړي.