تاریخي بریا او څو نقطې| لیکنه: م امین

هسې چې مخکې مو ذکر کړی و،د افغان بالینګ پۀ برخه کې د حمید حسن لومړنی ښکار چې د امام ویکټ وه،د بریا د پېل هیلې وټوکولې،وروسته د نبي د بالینګ عالي تجربې پاکستاني کیڼ لاسو ته ښۀ آغاز ورنکړ.

پۀ میډل آورونو کې بابر اعظم د تو پوهنې او مسوولیت کم بیک وکۀ،لۀ ځان سره یې شعیب ملک ته هم حوصله ورکړه. دوی دواړو پۀ دقیق ډول د افغان مخکښ بالرانو بالونه پۀ دفاعي انداز ولوبول،حتی د هغوی لۀ لوز بالونو سره یې هم د قدر وړ چلند وکړ.

همدا غبرګې حوصلې او د بابر لوړ تخنیک و،چې هم یې د خپل اُوـ ډي ـ آی فرمټ لسمه سلیزه وکړه او هم یې ټیم منجمینټ ته اوږه ورکړه.

پاکستاني ټیم څومره هدف ټاکل غوښتل؟

پۀ پېل کې د امام الحق خلاص بیټینګ،پۀ منځني اورونو کې د بابر او شعیب پارټنرشیپ او تر شاداب خان مخکې د حسن علي میدان ته راتللو دا وښوده چې پاکستانی ټیم د (الف) پلان خواته پۀ سیستماتیک ډول روان وو.د ۳۰۰ مڼډو دا خوب پۀ مسلسل ډول د حسن،شاداب او کپتان لۀ ډآون کېدو ووسته د (ب)پلان ته تبدیل شو، پۀ دې پلان کې عماد وسیم وغوښتل چې لۀ ځانه سره لو آرډر توپوهونکي پۀ محتاطانه ډول تر ۵۰ آورونو ولوبوي،خو د الف او ب ډواړه پلانونه د لوبې پۀ ۴۸م آور کې د افغان بالرانو لۀ لوري خنثی شول.

دوهمه پاڼۍ د ځاځي د فطرتي شارټونو او شهزاد د تخنیک پرمټ پېل شوه،افغان ټیم لومړنۍ پنځوسیزه پۀ لوړ رن ریټ ترلاسه کړه.کۀ څۀ هم پاکستاني شاهین بار بار هڅه وکړه چې د ځاځي لۀ روان سره جګړه وکړي،خو دې ځوان اوپنر اصولاً د سر او لاس پۀ خوځولو هغه ته دا پیغام ورکړ چې دا کشمکش ستا پۀ بال او زما پۀ بیټ سیالبین مقایسه کولای شي،تۀ دې خپله مخه ووهه.هماغه و چې ځاځی د سریلنکایي دلشان د ۶ څلوریزو نړیوال ریکارډ ته پر لاره یوۀ بال ییټ کړ او د شاهین هرې غوټې یې ته د بیټ پۀ څوکه ځواب ورکړ.دا صحنه د دواړو پاڼیو جالب منظر وو،چې افغان ځوان پکې بیاهم سیالبینو ته ښۀ انټرټاینمنټ ورکړ.د پېل جارحانه فرفورمینس وکولی شول چې د پاور پلای تر پای ۸۷ سکور ترلاسه شي.

تر دې وروسته رحمت شاه،حشمت،سمیع او نبي ښه لوبه وکړه،خصوصاً حشمت الله د بریا لۀ پاره تر ډېره پۀ کریس کې پاتې شو،هغۀ د ټولو پاکستاني نوموتو بالرانو بالونه پۀ تخنیک ولوبول،تر دې چې لۀ سترې تاریخي بریا سره لۀ میدانه ووت،دا نو هماغه نېکمرغه ځوان وو،چې د افغان ولس څوکلن احساسات او ارمانونه یې پوره کړل.
د افغان ټیم نیمګړتیاوې:

۱-د بالینګ لاین اف:

کله چې لوبه وګټل شي،نیمګړتیاوې دومره مهمې نۀ وي خو زۀ پۀ دې باور یم چې کۀ لوبه وروستي آور ته ځي یا پۀ ایینده کې تر دې لۀ ځواکمنې لوبډلې سره مخامخ کېدل وي نو باید پۀ ګوته شي.

الف):بابر اعظم د نړیوالو سلو غوره او ډي آی رینکینګ ۷م توپوهونکی دی.چې د نړیوالو پنځوس آوره لوبو اوسط یې تر پروني اننګ د مخه ۵۱.۶۷ وو، د هغه لۀ پاره کوم پلان موجود نۀ وو،البته دا غلطي د بالینګ کوچ ته راجع کیږي.
ب):تر دې وروسته د بابر پۀ هکله د میدان دننه تصمیم هم بې خونده و،کپتان نایب د بابر ویکټ ته پارټ ټایم بالران رانۀ وستل، د دولت ځدران اورونه یې وروستي کړل،پخپله دی او افتاب چې ښۀ نۀ ځلېدل بار بار توپ اچونې ته راغلل.

۲-د بیټینګ برخه:

الف):سمیع الله شینواری چې ښۀ طمع ترې کېدله،د پاکستان پۀ وړاندې یې تر ۲۲ مڼډو کولو وروسته احساسات قابو نۀ کړل،پۀ دې وخت کې لۀ حشمت سره د دوامدارې ملګرتیا ضرورت و،خو شینواري صېب حوصله بایلوده.

ب):پخوانی کپتان چې اکثر د فشار اچولو پۀ موخه آټیک کوي،لۀ ناکامۍ سره مخ شو.دۀ ته پۀ کار وه چې د سینګلو پاتې اننګ یې غځولی وای،اوچت شارت خو هغه وخت پۀ کار وي چې ریکوایرډ رن ریټ لوړ وي.

ج):دا اشتباه ډېره ژوره برېښېده،لوبه حساس وخت ته رسېدلې وه،دبالونو او مڼډو تفاوت ښکته پورته کېدۀ او د حریف ټیم هیډ کوچینګ سټاف تکراراً د سکرین پۀ پردۀ راتلل،چې لوبډلې ته د اوړو پوزه کیږدي،د هغوی دستور و کۀ د نبي اشتباه وه چې یې تر ښې او اړمنې ملګرتیا وروسته ویکټ ورکړه.زما پۀ فکر هغۀ وخت ته پۀ کتو سره پکار وه چې میدان ته نجیب ځدران راغلی وای،خو کپتان ګلبدین چې اوس یې د بالینګ تمرینات قوي دي،پخپله راغی.هغۀ تر ویکټ بایللو وروسته نجیب ته فشار انتقال کړ،دې مسلسل فشار افغان ټیم سخت حالت ته بوتلو.لۀ بل لوري پاکستاني وهاب ریاض،د ریورس بالونو اکاوڼټ پرانیست چې لوبول یې نویو توپوهونکو ته اسانه نۀ وو؛خو خوشبختانه چې شهیدي صېب لا هم میدان کې و چې د وهاب د سختو بالونو مخه یې وکړه.

۳-د فیلډینګ برخه:

دا منفي نقطې د توپ ټولونې کوچ سټاف ته راجع کیږي،د افغان سایډ د پېل فیلډینګ د زغملو نۀ و،کیچونه ولویدل،رن اوټ ترسره نۀ شو او د بوڼډري لۀ څنګه ځینې توپونه راونۀ ګرځول شول.کۀ دا اشتباهات تکرارً نۀ وای شوي نو ایښودل شوی ټارګیټ تر ۱۸۰ مڼډو پورته نۀ شو تللای.

پایلې او ارزونې:

افغان ټیم تر بنګله دېش،زمبابوې،ویسټ اڼډیز او سریلنکا وروسته خپل سیاسي حریف چې د فول ممبر شیف نوموتی ټیم دی پۀ ګوڼډو کړ.دا ماتې پۀ ایینده جامِ جهاني کې ضمناً پاکستان او نورو اتلو لوبډلو ته د خطر زنګ و،ښایي د افغان ټیم پۀ هکله وروستۍ نړیوالې تبصرې بدلون ومومي.

د پاکستانۍ لوبډلې پۀ څېر د قوي تیزو توپ اچوونکو پر وړاندې د افغان بیټسمینانو زغم دا زیری دی چې د نړیوالو باسرعته او سرسخت بالرانو (میچل سټارک،ټرین بولټ او رباډا )مخه بۀ هم وکولای شي.

پۀ فردي ډول د حمید حسن هر بال د ستایلو دی،نبي لا هم کیڼ لاسو ته دردِ سر دی،راشد پۀ ۱۰ اورونو کې د ۳۰سکورو ورکولو ټیټه اِکانومي ساتلای شي، دولت ځدران سیټ توپوهونکی ته ښۀ سپیل کولای شي.

د حضرت او شهزاد ملګرتیا باوري ده،حضرت د لوړو شارټونو بل ریکارډ ته هم پر لاره دی،رحمت،حشمت،سمیع او نبي افغان لوبډله لۀ ستونزو ایستلای شي.

او پۀ پای کې د رحمت شاه غوره کیچ چې لۀ بوڼډري بهر یې د باډي کنترول پۀ مټ میدان ته ګذار او بیا کیچ کړ،ډېر د ستایلو دی،دا نړیواله وړتیا مخکې یواځې لۀ نبي او راشد سره وه،پۀ ټوله کې دا تحلیل د کرکټ نړیوالو نورمونو ته پۀ کتو سره شوی دی.