محمد نبي: دا چې د ټیسټ لوبه مو وګټله، دا تاریخي بریا وه

د افغانستان لوبډلې مخکښ الراونډر محمد نبي د افغانستان د لومړۍ ټېسټ بريا نه وروسته په خپلو څرګندونو کې وويل، چې نن زموږ لپاره تاريخي ورځ ده، چې د ټېسټ لومړۍ بريا مو ترلاسه کړه. هغه وويل چې دا ډېر د وياړ ځاى دى چې زموږ دوهمه ټېسټ لوبه وه او موږ پکې بريا خپله کړه.

نوموړي همدا راز ټولو هېوادوالو ته هم د دې بريا مبارکي ورکړه او هغه لوبغاړي، چې اوسمهال په ملي لوبډله کې نشته، د هغوى يادونه يې هم وکړه، چې د هغوى زيار او خواري وه، چې د افغانستان ملي لوبډله تر دې ځايه راورسېده. ښاغلي نبي همدا راز اوسني لوبغاړي هم وستايل او نوي لوبغاړي يې هم ښه وبلل، وې ويل چې د ټولو لوبغاړو زيار او خواري وه چې نن موږ يوه تاريخي بريا ترلاسه کړه.

د کرکټ بورډ له رسمي فېسبوکپاڼې په خپره شوې ويډيو کې ښاغلي د لوبغاړو تر څنګ د ملي لوبډلې روزونکي، منېجران او د کرکټ بورډ له مشرتابه هم مننه وکړه، چې د افغان لوبډلې په بريا کې يې پوره پوره ونډه اخيستې ده.

ياده دې وي چې نن افغانستان په خپله دوهمه ټېسټ لوبه کې ايرلېنډ ته ماتې ورکړه، افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د هند سره کړې وه، چې لوبه يې بايللې وه. خو په خپله دوهمه ټېسټ لوبه کې د بريا سره يې ريکارډ جوړ کړ او د انګلستان او پاکستان نه وروسته دريمه لوبډله شوه، چې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې بريا ترلاسه کوي.

همدا راز محمد نبي د افغانستان لومړنى لوبغاړى شو، چې د افغانستان لپاره په ټولو فارمېټونو لومړۍ بريا کې لوبېدلى دى. محمد نبي د افغانستان د پيل هغه لوبغاړى دى، چې تر دې دمه يې د افغان ملي لوبډلې لپاره سترې برياوې راوړي دي او همدا راز په تجارتي ليګونو کې يې هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

محمد نبي د ايرلېنډ پر وړاندې په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ کې ١٤ اورونه وکړل او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز په دوهمه پاڼۍ کې يې بيا ٢٠ اورونه وکړل، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د توپوهنې په برخه کې بيا نوموړى په لومړۍ پاڼۍ کې په صفر وسوځېده او په دوهمه پاڼۍ کې يې يوازې ١ منډه وکړه.