کوشال پریرا پر تاریخي لوبې سریلانکا ته لوبه وګټله

حضرت عثمان نوري
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټیسټ لوبه کی کوربه جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته په ۱ ویکټ ماتی ورکړې وه، او اوس نو دا سیریز نشي بایللی.
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې د ۳۰۴ منډو هدف د کوشال پریرا د ۱۵۳ ناسوځیدلو منډو په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ او ۱ د ۰ بریا په وړاندی یی مخکېوالی ثابت کړ.

د سریلانکا لوبډلې یاد لوبغاړی په ۱۹۹۰ م کال د اګست میاشتې په ۱۷ مه نېټه وزږېد چې ۲۸ کاله عمر لري. پریرا له ونې (قط) ۱.۶۸ مېتره لوړوالی لري او نوموړي خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د نیوزیلینډ خلاف په کال ۲۰۱۳ م د جنورۍ په ۱۳مه نېټه ترسره او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ یې بیا هم د همدې مخالفې لوبډلې پر وړاندې په کال ۲۰۱۹ د جنورۍ په ۸مه نېټه ترسره کړه. په ټيسټ سیالېو لړۍ کې پریرا خپله لومړۍ سیالۍ په کال ۲۰۱۵ د اګسټ په ۲۵ مه نېټه د هند بر وړاندې ترسره او وروستۍ ټیسټ سیالۍ یې لکه چې دلته مو ولوستل د جنوبي افریقا پر وړاندې ترسره کړه.

کوشال پریرا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله کې له ډېر پخوا راهیسې لوبیږي، یاد لوبډلې ته یې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي او په لوبډله کې د ملا د تیر حیثیت لري. کوشال پرېرا په دې سیالۍ کې په تاریخي او بهترینه کار کرده ګۍ ددې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.