هندوستان په دوهمه او ډېره زړه راښکونکې لوبه کې هم سریلانکا ته ماته ورکړه

راپور: خپلواک دریځ

هندوستان نن د سریلانکا خلاف دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه کې لومړی توپ وهنه وکړه، دوی د روهیت شرما د ۱۱۸، کي ال راهول ۸۹ او مهیندراسینګ ډهوني د ۲۸ منډو پر مټ سریلانکا ته په ۲۰ اورونو کې د ۲۶۱ ستر هدف ورکړی.
سریلانکا ته تیسارا پریرا او نوان پراډیپ دوې-دوې ویکټې ترلاسه کړې.

سریلانکایۍ لوبډلې د ۲۶۱ منډو هدف پسې په ۱۷،۲ اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړه او یوازې ۱۷۲ منډې یې وکړې، ددوی ۱۰م لوبغاړی خوږ شو ځکه خو اوټ وشمېرل شو او لوبه سریلانکا وبایلل

د سریلانکا لپاره کوسال پریرا ښکلې لوبه وکړه هغه ۷۷ منډې په ۳۷ توپونو وکړې او اوپل ترنګا بیا ۴۷ منډې وکړې، د هند توپ اچوونکو کې یزویندرا چاهال او کلدیف یاداف درې-درې ویکټې ترلاسه کړې.
دلوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما وټاکل شو چې په ۴۳ توپونو یې ۱۱۸ منډې وکړې، ۱۰ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې یې وهلي وې.

دا په ۲۹ اوریزو نړیوالو لوبو کې دوهم ستر او غټ هدف و چې د هند له لوري کېښودل شو، له دې وړاندې استرالیا و سریلانکا ته د ۲۶۳ منډو ستر هدف ایښی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *