نيپال د شل اوریزو سیالېو په دوهمه لوبه کې سينګاپور ته ماته ورکړه؛ نور هم شته

محمود خان منندوی

د انګلستان په غوره لیګ کې بېګاه لیورپول شیفیلډ  یونایټیډ ته ماته ورکړه، په دې سیالۍ کې ګول وینالډوم وواهه.

شیفیلډ یونایټیډ د لیورپول پر وړاندې د 2019 کال د مارچ راهیسې لومړۍ لوبډله شوه، چې په غوره لیګ کې یي د لیورپول د څو ګولونو د لګولو مخه ونیوله، شیفیلډ یونایټیډ د ګټلو چانس درلود.

لیورپول یوازې دوو نورو بریاوو ته اړتیا لري، تر څو په غوره لیګ کې د منچسټر سیټي د 18 پرلپسې بریاوو د ریکارډ سره ځان برابر کړي.

بایرن میونیک په بونډسلیګا کې پاډیر بورن ته 3-2 ماته ورکړه.

د بایرن میونیک ګول وهوونکي: ګنابري، کوټینیو او لیوانډوسکي
د پاډیر بورن ګول وهوونکي: پروګر او کولینز

بوفون د یوونټوس لپاره د بېګانۍ لوبې کولو سره د کلبونو په سطحه 903 لوبې پوره کړې، چې په دې شمېر لوبې د ایټالیا د فوټبال په تاریخ کې بل هیڅ لوبغاړي نه دي کړي.

یوونټوس په سیر اې کې 2-0 سپال ته ماته ورکړه.

ګول وهوونکي: پیانیچ او رونالډو

د ارسنال روزونکي اوناي امري د دې فصل لپاره ګرانیټ ژاکا د ارسنال د لومړي، لاکازټ د دوهم او ابامیانګ یي د درېیم کپتان په توګه ټاکلي دي.

ډیلي میل: که ژاوي د بارسلونا راتلونکی روزونکی وي، نو هغه به لومړی د منچسټر سیټي څخه د رحیم سټرلینګ د رانیولو لپاره اقدام وکړي.

نيپال د شل اوريزه درې اړخيزه سيريز دوهم لوبه کي سينګاپور ته په نهه ويکټو ماته ورکړه.

پرون زمبابوې ته په پنځه ويکټو ماته ورکړه

روبرټ لیوانډوسکي د بونډسلیګا د دې فصل په هرې لوبې کې ګول لګولی دی:

⚽⚽ هیرټا برلین
⚽⚽⚽ شالکي
⚽⚽ لیپیزيک
⚽ ماینز
⚽لیپیزیک
⚽⚽ کلن
⚽ پاډیر بورن

شپږ لوبې، 10 ګولونه