زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په ۸ ويکټو سينګاپور ته ماته ورکړه، نور هم شته

د درې اړخيزه شل اوريزه سيريز وروستۍ لوبه کي زمبابوې په اته ويکټو توپير له سينګاپور څخه لوبه وګټله. دا درې اړخيزه شل اوريزه سيريز د کوربه سينګاپور زمبابوې او نيپال په ګډون نن په شپږمه لوبه سره پای ته ورسېد.

د چمپیونز لیګ د دوهمي اوونۍ د غوره ګول د انتخاب له پاره د کاندیدو لوبغاړو ګولونه معرفي سول.

د سالزبورګ لوبغاړي هالنډ د پرون شپې په ګول سره د دې فصل په 11 لوبو کي 18 ګولونه پوره کړل.

میسي: د فصل څخه مخکې د بارسلونا د لوبو سفرونه د بارسلونا د نوي فصل د خراب پېل دلیل دی.
زه د ګرییزمان سره ستونزه نه لرم.

د هلمند فوټبال غوره لیګ د راتګ پړاو په دوهمه لوبه کي قانون فوټبال ټيم 3-1 هارون پوپل فوټبال ټيم ته ماته ورکړه.

د قانون فوټبال ټيم لپاره عبدالواحد نورزي،احمدشاه او قدرت الله ګول وهنې ترسره کړې.

د هارون پوپل فوټبال ټيم لپاره امير محمد يواځينۍ ګول ترسره کړ.

سبا د کريم اتل فوټبال ټيم او ليسه ذکور فوټبال ټيم ترمنځ د راتګ پړاو دريمه لوبه ترسره کيږي.

کربين ليګ کې نن قيس احمد څلور اورونو کې د شلو منډو په ورکولو سره دوه ويکټې او ظاهر خان په څلور کې نولس منډو کي يوه ويکټ ترلاسه کړه. لوبه د قيس احمد لوبډلي وګټله.