بنګله دېش زمبابوې کرکټ لوبډلې ته په درې ویکټو ماته ورکړه

دافغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرکټ شل اوريز سيريز لومړۍ لوبه بنګله دېش له زمبابوې په درې ویکټو وګټله.
دا لوبه د باران له امله ځنډېدلې وه، چې پایله کې ۱۸ اوره وټاکل شوه.
زمبابوۍ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.
زمبابوۍ ته برل تر ټولو زیاتې ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
بنګله دېش لوبډلې د لوبې وروستي اور کې د اوو لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د درې ویکټو په شتون کې وګټله.
عفیف حسین د بنګله دېش لپاره ۵۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د دې سیالیو په لړ کې به افغان لوبډله سبا شنبه مازیګر پنځه بجې د زمبابوۍ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.