د ځوانانو تر نامه لاندې د کرکټ جام سیالۍ پای ته ورسېدې

فضل الله فضلي

د جنوب غرب حوزې په سطحه په لومړي ځل د یو خصوصي تحصیلي نهاد لخوا د کرکيټ ۱۴ اوریز جام سیالۍ ترسره او د وطن لوبډلي په اتلولۍ پای وموند.

په دې سیالیو کي ۶۴ لوبډلې وې، چې د یوې میاشتې په موده کې یې له جملې څخه سباوون او وطن لوبډلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د پایلوبې په مراسمو کې د کندهار ولایت استازی جاویدالله سلطاني، د ولایتي شورا وکیل نعمت الله وفا، د انستیتوت مالي او اداري مرستیال صدیق الله معصومي، علمي مرستیال ډاکټر اسدالله بشارت او د استادانو ترڅنګ ورزشي خبریالانو او ورزشي لوبغاړو ګډون کړی وو.

په پایلوبه کې وطن لوبډلې سباوون کلب ته په ۱۴ اورونو کي ۲۱۴ منډو هدف وټاکه خو سباوون لوبډله ونشوای کولای چې یاد هدف پوره کړي او لوبه یې بایلوده او د دې جام نایب قهرماني یې ترلاسه کړل.

ددې جام مالي ملاتړ د همدې انستیتوت څخه وو، چې ګټونګي لوبډلې او د جام غوره لوبغاړو ته مختلفې لويې او کوچنۍ جایزې ورکول شوې.

ددې جام غوره لوبغاړي د وطن څخه لوبډلمشر نقیب الله ته یو دانه کمپيوټر، ګیلکسي مبایل او کپ ورکول شوه.

همداراز ددې جام غوره توپ وهونکی د کهکشان لوبډلې څخه صدیق الله ته یودانه ګیلکسي مبایل، بېډ او کپ او غوره توپ اچوونکي د ښاروالۍ لوبډلي عبدالنافع ته یو دانه ګیلکسي مبایل، درې توپونه او یو کپ ورکول شوه.

ددې جام اخلاقي لوبډله یارمل افغان وټاکل شوه او د غوره اخلاقو کپ ورکول شو.
ددې پایلوبې مراسم په شانداره ډول ترسره سوه او ترڅنګ یې لوبغاړو او یو شمېر مېلمنو ته تیاري شوې تحفې هم ورکول شوې.