د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سیالۍ په زابل کې دوام لري

هارون لېوال
دوشنبه سهار زابل بي لوبډلې له غزني لوبډلي سره لوبه وکړه، د لوبې پچه غزني لوبډلي وګټله او توپوهنه یې غوره کړه، دې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۱۲ منډو هدف کښېښود .
د غزني لپاره حلیم ۹۲ تر نورو ډیرې منډې ترسره کړې. د زابل لپاره حمیدالله ۳ لوبغاړي وسوځول.
په دوهمه پاڼۍ کې زابل بي لوبډلې یوازې ۱۳۱ منډې تر سره کړې او لوبه یې غزني لوبډلي ته بایلوده.
د زابل بي لوبډلي لپاره لوبډلمشر نثار احمد جار نیمه سلیزه تر سره کړه.
د غزني لپاره شمس الله ښه توپ اچونه وکړه د زابل بي لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
د لوبي غوره لوبغاړی هم د غرني لوبډلې څخه شمس الله و چې په ۴ اورونو کې یې ۳۱ منډې ورکړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځولي وو.
په دوهمه لوبه کې ماسپښین غزني لوبډلې د هلمند لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه.
د لوبې پچه بیا هم غزني لوبډلې وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې ۱۷۴ منډي هدف هلمند لوبډلي ته کښېښود، د غزني لپاره په توپوهنه کې ایمل ۴۲ زیاتې منډې تر سره کړې.
په توپ اچونه کې د هلمند لوبډلې لپاره بیا هم فیصل ښایسته ښه توپ اچونه وکړه په ۴ اورونو کې یې ۲۱ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
د لوبي په دوهمه پاڼۍ کې هلمند لوبډلې باید یاد ۱۷۴ منډي هدف په ۱۶ اورونو کې بشپړ کړی وای.
چې همداسي وشول هلمند لوبډلي د لوبي په ۱۵،۵ اورونو کې یاد هدف ترلاسه کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه.
د هلمند لپاره فیصل په زړه پورې ۴۹ ښه منډې وکړې.
همدا فیصل ښایسته د ۴۹ منډو په کولو سره همدارنګه د ۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
زابل، کندهار، او پکتیکا لوبډلې لا له وړاندې نیمه پایلوبې ته وتلي وو، هلمند د څلورمې لوبډلي په توګه نن/دوشنبه/ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.