د فوټبال او کرکټ نړۍ

محمود خان منندوی

د درې اړخیزه ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش په 3 ویکیټو زمبابوې ته ماته ورکړه. نن افغانستان د زمبابوې سره لوبیږي.

د پاریس سېنټ جرمن روزونکي ټوماس ټوکل د نن لوبې څخه مخکې وویل:  ایکارډي او ناواس د مشکل د نه راتلو په صورت کې سبا د سټراسبورګ پر وړاندې لوبیداي شي او نیمار هم لوبو ته اماده شوی دی.

د یوونټوس پخوانی روزونکی الګري: رونالډو د نړۍ غوره لوبغاړی دی. د یوونټوس د پرېښودو په خاطر نه یم پښیمانه شوی. کله چې ډي لیکټ د ایټالیا د فوټبال سره بلد شي، نو د یوونټوس مهم لوبغاړی به شي.

زموږ په کور کې ټوله د فیورنټینا مینوال دي او کله چې زه د یوونټوس سره یو ځای شوم، مور مې خوشحاله نه شوه.

رسمي: د ارسنال فرانسوی لوبغاړی الکسانډر لاکازټ د زخمي کېدو په خاطر یوه میاشت نه شي لوبیدای.

ډیاریو ماډریډیسټا: منچسټر یونایټیډ په هغه صورت کې پوګبا پر ریال ماډریډ په جنورۍ کې خرڅوي، چي کروس هم په دې معامله کې شامل وي.

والورډي: تېر کال والنسیا درې ځله موږ ته د سر درد جوړ کړی. فکر نه کوم چې میسي دې د ډورټمنډ لوبې ته لا اماده شي.

د انګلستان د حرفه یي لوبڅارانو د کمېټې رئیس مایک رایې اعلان کړه، چې د VAR سیسټم د انګلستان د غوره لیګ په دې فصل کې د لوبڅارانو 4 تېروتنې نه دي تشخیص کړي.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په نیمه پایلوبه کې شاهین اسمایي 5-0 و سیمرغ البرز ته ماته ورکړه او پایلوبې ته یي لاره پیدا کړه. پایلوبه د طوفان هریرود او شاهین آسمایي ترمنځ ده.

د منچسټر سیټي روزونکي پیپ ګوارډیولا تائید کړه، چې لاپورټي به په جنورۍ یا فبرورۍ میاشت کې لوبو ته اماده شي.

لمپارډ په خبري کنفرانس کې تائید کړه، چې روډریګز جوړ شوی دی او سبا لوبیږي، خو کانټي د زخمي کېدو په خاطر نه شي لوبیدلی.
چیلسي نن د ولورهمپټون سره لوبیږي.