د فوټبال نړۍ

محمود خان منندوی

راتلونکې دوشنبه د نړۍ والو کلبونو د لوبو پچه اچوونه په زوریخ ښار کي کېږي.

د بونډسلیګا د اګسټ میاشتي د غوره لوبغاړي و جایزې ته کاندید لوبغاړي معرفي شول.

د بونډسلیګا د اګسټ میاشتې د غوره ځوان لوبغاړي و جایزې ته کاندید لوبغاړي معرفي شول.

د 2015م کال په دې ورځ، سون هیونګ مین د ټاټنهام له پاره لومړۍ لوبه وکړه.

د فرانسې رسنیو خبر ورکړی دی، چې ارسین ونګر به د فیفا د فني مدیر په توګه وټاکل شي.

پاریس سېنټ جرمن کلب اعلان کړه، چې امباپي تمرینات شروع کړي دي، خو د ریال ماډریډ لوبې ته یي اماده کېدل په شک کې دي.

د ریال ماډریډ نوی ګول ساتوونکی اریولا د دې کلب مینوالو ته معرفي شو.

هازارډ د راتلونکو لوبو لپاره خپل نوي بوټونه معرفي کړل.

رسمي: د خوړو د ورکولو یوې انلاین کمپنۍ ډلیورو، د 2022م کال پورې د پاریس سېنټ جرمن سره د سوداګریز شریک په توګه قرارداد امضاء کړی.

د دې قرارداد له مخي، د پاریس سېنټ جرمن کلب مینوال د دې کلب په لوبغالي پارک ډي فرنس کي د لوبې پر مهال خپل د خوښې د خوړو فرمایش ورکولاي شي، چې په لږ وخت کي یي فرمایش ور رسیږي.

رسمي: لوک شاوو، پوګبا او مارسیال د منچسټر یونایټیډ د دې اوونۍ لوبه د لیسټر سیټي سره د زخمي کېدو په خاطر له لاسه ورکړه.

رسمي: د لیورپول روزونکی یورګن کلوپ د انګلستان د غوره لیګ د اګسټ میاشتي غوره روزونکی انتخاب شو.

رسمي: د نورویچ سیټي لوبغاړی پوکي د انګلستان د غوره لیګ د اګسټ میاشتي غوره لوبغاړی انتخاب شو.

رسمي: اګویرو د منچسټر سیټي د اګسټ میاشتي غوره لوبغاړی انتخاب شو.

رونالډو د څوارلسم کال له پاره پرلپسې +20 ګولونه لګولي دي.