ریکارډو په ۵ میلیونه یورو د فنرباغچي سره یو ځای شو، نور هم شته

 محمود خان منندوی

رسمي: د اسې میلان سویسی دفاعي لوبغاړی ریکارډو رورډیګرو په قرضي قرارداد د رانیولو د بند سره په 5 میلیونه یورو د فنرباغچي لوبډلې سره یو ځای شو. ریکارډو د فوټبال یو افسانوي لوبغاړی دی او د ګول وهلو وړتیا لري.

 رسمي: د لیګانس مراکشی حمله کوونکی لوبغاړی یوسف النصیري په 5 کلن قرارداد د سیویا سره یو ځای شو. نوموړی د خپل فوټبال راتلونکی پنځه کلن بهیر د سیویا سره تېروي.

 رسمي: د اټلانټا کلب اعلان کړه، چې دې کلب د سمپډوریا د حمله کوونکي لوبغاړي ډووان زاپاټا قرارداد چې دې کلب کي په قرضي شکل لوبیدی، دایمي کړی دی.

 رسمي: د موناکو برازیلي دفاعي لوبغاړي نالډو د دې کلب سره خپل قرارداد لغوه کړ او ورڅخه جلا شو.

 رسمي: د نورویچ سیټي حمله کوونکی لوبغاړی ټیمو پوکي د فنلنډ د 2019 کال غوره ورزشي لوبغاړی انتخاب شو.

 رسمي: د بایر لورکوزن کلب خپل د روزونکي پیټر بوژ قرارداد تر 2022م کال پوري وغځاوه.

 رسمي: د FBC سوداګریزي کمپنۍ د بارسلونا سره 4 کلن سوداګریز قرارد سوداګریز امضاء کړی او د دې کلب نوی سوداګریز شریک هم معرفي شو.