فیفا د نړیوالو کلبونو جام د نوي فارمټ ګټونکې ته ۱۰۰ میلیونه یورو ورکوي

محمود خان منندوی

سبا به فیفا د نړیوالو کلبونو د کپ لپاره نوی فارمټ اعلان کړي، چې 24 کلبونه به برخه پکې اخلي او په هرو 4 کلونو کي به یو ځل کېږي. دغه جام د 2021م کال د جولای پر 21مه پیلیږي. اروپا ته په دې جام کې د 8 کلبونو سهمیه، جنوبي امریکا، افریقا، اسیا او کونکاکاف ته پکښي هر یوه ته د 3 کلبونو سهمیه او اقیانوسیې ته یي د یوه کلب سهمیه ورکړل شوې ده.

په دې جام کي د اټلاټیکو ماډریډ، ریال ماډریډ او لیورپول شتون په دې خاطر یقیني دی، چې دوی په اخېرو کلبونو کي اروپا لیګ او د اروپا د اتلانو لیګ ګټلی وو او دې لیګ ته د 2017 څخه تر 2021 پورې د اروپا لیګ او د اروپا د اتلانو د لیګ اتلې لوبډلې لاره پیدا کولاي شي. بارسلونا په دې جام کي د ګډون لپاره باید د اروپا د دې فصل د یوه ټورنمنټ اتلولي وګټي.

په بل خبر کې بیا د جرمني رسنیو ادعا کړې ده، چې چین غواړي د دې جام د نوي فارمټ د ترسره کېدو لومړی کوربه توب، چې په 2021 کي ترسره کېږي، واخلي.

د دې جام ګټوونکي ته 100 میلیونه یورو ورکول کېږي.