په لوی هلمند کې د ځغاستې سیالۍ پېل شوې، نور هم شته

 سیمع سیرت

هلمند کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې چې لومړي مقام ګټوونکي ته يوه عراده بايسکل ورکړل شو.
د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان هم دې سياليو کتلو لپاره ورغلی و.

فوټبال: افغانستان په فوټسال کې له ازبکستان څخه ۲-۶ ماته وخوړله. افغانستان خپله دوهمه لوبه نن د تاجکستان سره کوي.

کرکټ: انګلنډۍ لوبډله نيوزيلنډ ته ولاړه چې راتلونکې مياشت کې کوربه هيواد سره شل اوریزه او ټيسټ لوبې وکړي.

نيوزيلنډ او انګلستان د نومبر په اوله نېټه د پنځه شل اوريزه سياليو سيريز پيلوي. وروسته له شل اوريزه سيريز څخه دوه ټيسټ سياليو سيريز هم لري.

د عربي اماراتو په لس اوريزه ليګ کې د کرناتاکا لوبډلې مشري هاشم املا په غاړه لري. هاشم املا سره دوه افغان لوبغاړي شاپور ځدراڼ او شفيق الله شفق لوبيږي.

فوټبال: د هسپانیا فوټبال فدراسيون د راتلونکي الکلاسيکو لوبې وخت د ډسمبر مياشتي اتلسمه نېټه وټاکله.

سوراو ګنګولي په وروستيو پنځه شپېته کلنو کې لومړنی کرکټر شو چې د بورډ د مشر په توګه يې نن دنده پيل کړه.