د فوټبال او ځغاستې ډګر

محمود خان منندوی
منچسټر یونایټیډ د انګلستان په غوره لیګ کې د ولورهمپټون سره لوبه 1-1 مساوي کړه.
د منچسټر یونایټیډ ګول مارسیال او د ولورهمپټون ګول روبین ولګاوه.
بارسلونا تائید کړه، چې ډیمبلي د زخمي کېدو په خاطر پنځه اونۍ نه شي لوبیدای.

په کندهار کې د ازادۍ په ویاړ د ځغاستي مسابقه د (۵) کیلومتره په فاصلې سره د اتلاتیک فدراسیون او (اټرا) ادارې په همکارۍ جوړه شوې وه، چې تر (۱۲۰) اضافه ځوانانو ګډون پکې کړی وو.
دې مسابقې کې لومړی مقام جاوید احمد، مقام شیر احمد او درېیم مقام علي احمد وګاټه.
بارسلونا د لیورپول څخه کوټینیو په 142 میلیونه یورو رانیوه. بارسلونا پر بایرن میونیک په قرضي توګه کوټینیو په 8.5 میلیونه یورو خرڅ کړی.

بي بي سي: پاریس سېنټ جرمن د نیمار له پاره خپل په نوي وړاندیز کې د ریال ماډریډ څخه د رافایل واران او وینیسیوس غوښتنه کړې ده.
ارجنټاین د چیلي او د مکسیکو پر وړاندې د دوستانه لوبو له پاره خپل لوبډله اعلان کړه.
بایرن میونیک تائید کړه، چې کوټینیو به په 2019/20 فصل کې لسمه شمېره لباس په تن کړي. کوټینیو تر ارین روبن وروسته لومړی لوبغاړی دی، چې دغه شمېره لباس په تن کوي.