د فوټبال نړۍ

محمود خان منندوی

رسمي: کونامي کمپنۍ اعلان کړه، چي د ایټالیا سیر اې یي د PES 2020 له پاره مکمل لایسنس کړه. د اتلولۍ جام او د سیر اې اورجینل مډالونه هم په دې لوبه کي شته.

د رینس د 16 کلن مرکزي لوبغاړي کاماوینګا په زړه پورې کارنامه د پاریس سېنټ جرمن پر وړاندې د پرون شپې په لوبه کې.

سکای ایټالیا اعلان کړه، چي سبا به سانچز د اینټر میلان په طبي معایناتو کې ګډون وکړي.

رسمي: فیفا د 2019 کال د ښایسته ګول / Puskas د جایزې له پاره د کاندیدو لسو لوبغاړو نومونه اعلان کړل:

مټیوس کونها
ابراهیموویچ
لیونل میسي
اجارا نجویا
فابیو کوالیاریلا
خاونفر
امي روډریګویز ک
بیلي سیمپسون
انډروس ټاوسونډ
ډانیل زسوري

رسمي: ماریو بالوټلي د مارسي څخه د برشا سره یو ځای شو.

د 2012 کال د اپریل راهیسې بیا تر اوسه، شفیلډ یونایټیډ د انګلستان د غوره لیګ لومړۍ لوبډله شوه، چې خپل په ترکیب کي یي پرون ټوله بریټانیوي لوبغاړي ولوبول.

پاریس سېنټ جرمن د فرانسې د لومړي لیګ د کور څخه دباندې اخیرو شپږو لوبو کې پنځه بایللي دي.

د 2006م کال په دې ورځ، ارسنال خپل په نوي لوبغالي ( امارات) کې لومړۍ لوبه وکړه، چې د ارسنال لومړی ګول په دې لوبغالي کي ژیلبرټو سیلوا ولګاوه.