لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د نیمار په اړه د ګول د خبر جزئیات:

* د بارسلونا او پاریس سېنټ جرمن خبرې روانې دي، خو د توافق څخه لیرې دي.

* پاریس سېنټ جرمن دا منلې ده، چې بارسلونا خپل لوبغاړي + پیسې هغوي ته وړاندیز کړي.

* پاریس سېنټ جرمن و معاملې ته د کوټینیو په ور داخلولو سره موافق شوی دی، خو ډېرې پیسې غواړي او یا بل لوبغاړی معاملې ته داخل کړي.

* سمډو او راکیټیچ هم کولای شي، دې معاملې ته داخل شي.

د دې ټولو بر علاوه، راتلونکې پنجشنبه د یوفا له خوا د کلبونو د مدیرانو غونډه ده، چي په دې غونډه کي به د بارسلونا او ریال ماډریډ رئیس د پاریس سېنټ جرمن د رئیس سره جلا جلا وګوري.

رسمي:

  • د منچسټر سیټي کلب په نقل او انتقالاتو کې د قانوني عمر څخه د کښته عمر د لوبغاړو په تخلف کولو کې، فیفا 370 زره پونډه جریمه کړی.
  • بارسلونا ته نږدې ورځپاڼي مونډو ډیپورټو اعلان کړه، چې د بارسلونا او پاریس سېنټ جرمن د مسؤلینو ناسته د نیمار په هکله بې له کوم پرمختګ څخه پای ته ورسېده.
  • د ESPN د ادعا له مخې، بارسلونا به د نیمار د رانیولو له پاره د 100 میلیونه یورو + کوټینیو او راکیټیچ په ارزښت وړاندیز و پاریس سېنټ جرمن ته وکړي.