د معلولینو د نړیوال سېریز په نیمه پایلوبه کې لومړى انګلستان پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه چې د ۷ ویکټو په زیان یې په شلو اورونو کې ۱۴۷ منډې جوړې کړې.
په افغان توپ اچوونکو کې شیرین اغا او جمیل شاه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان معلولینو لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۸ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې یې شعیب محسن ۲۲ ناسوځیدلې او محمد نبي ۲۰ منډې جوړې کړې.
په دې سره په روانو سیالیو کې د افغانستان سفر پای ته ورسید چې په ۵ لوبو کې یې درې لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې.