د افغانستان معلولینو کرکټ لوبډلې انګلنډۍ لوبډله ماته کړه

د معلولینو د نړیوال سیریز په دریمه لوبه کې افغان لوبډلې انګلستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
پیل کې پچه انګلستان وګټله او د ۷ ویکټو په تاوان یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې چې په افغان توپ اچوونکو کې محمد شعیب ۳، شیرین اغا ۲، طفیل او حزب الله یوه – یوه ویکټ واخیسته.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۶ اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې خپله دریمه سیالي هم وګټله.
په توپ وهنه کې محمدالله ۵۶، محمد اشرف ۳۹، جمیل شاه۳۲ او طفیل ۲۰ منډې جوړې کړې. محمدالله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو
د یادونې ده چې افغانستان به سبا څلورمه لوبه له هندوستان سره ترسره کړي.

د معلولینو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام دغه سیالۍ د پنځو هېوادونو ترمنځ په انګلستان کې ترسره کېږي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په اتو ویکټو ستره ماتې ورکړې وه.