د هېواد د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته رسېدلې

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته لاړه او هلته به د نړیوال جام لپاره چمتوالی ونیسي.

له افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه لوبه به د جولای میاشتې له یولسمې تر دېرشمې نېټې پورې په یاد هېواد کې تمرینات وکړي.

تر دې تمریناتو وروسته به لوبډله د اګست میاشتې په لومړۍ نېټه انګلستان هېواد ته په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

د معلولینو د نړیوال جام سیالۍ د اګسټ میاشتې په څلورمه نېټه پیلږي او د افغانستان په شمول به پکې انګلستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلې هم ګډون ولري.

یاده دې وي چې کرکټ په افغانستان کې زیات پرمختګ کړی، له ملي، الف، نولس کلنو، شپاړس کلنو او د معلولینو کرکټ لوبډلو تر څنګ ډېرې نورې لوبډلې شتون لري چې د هېوادونو، ولایتونو، ولسوالېو او کلیوالو لوبو کې ونډه لري.