افغان کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون په موخه برتانیا ته رسېدلې
تاند
افغان کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام سیالو کې د ګډون لپاره برتانیا ته رسېدلې، چې هلته به یو لړ تمریناتي سیالۍ وکړي. له نړیوال جام دمخه افغان کرکټ ملي لوبډله د نړۍ د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې تمریناتي سیالۍ کوي، د پاکستان، انګلنډ، سکاټلنډ ایرلنډ هغه هیوادونه دي چې افغان لوبډله به ورسره په نږدې راتلونکي کې تمریناتي سیالۍ وکړي.
د نړیوال جام سیالۍ د مې له ۳۰ نېټې نه په انګلستان او وېلز هېوادونو کې پیلېږي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې کوي.
د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وایي، افغان لوبډله به په نړیوال جام کې په اتفاق او تر یوه بیرغ لاندې لوبېږي.
افغان لوبډله له نړیوال جام وړاندې ۶ لوبې هم لري، چې دوه لوبې سکاټلنډ، دوه له ایرلنډ او یوه تمریناتي لوبه به له پاکستان او یوه به له انګلستان سره ترسره کړي.
افغان لوبډلې نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه جنوبي افریقا کې ۲۴ ورځې تمرینات وکړل.
افغان کرکټ بورډ دې سیالېو ته نوی لوبډلمشر ګلبدین نائب ټاکلی، دا چې نائب د خپلې غوره لوبډلمشرۍ ټټر ووهلی، وخت به یې ثابته کړي.