څلورم ځل هم ګوربت لوبډله اتله سوه
هارون لیوال – زابل
زابل کې کابو درې اونۍ وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د سولې تر عنوان لاندي د کرکټ سیالۍ پیل سوې چې په لومړي پړاو کې یې هرې لوبډلې دوې دوې سیالۍ وکړې.
په دوهم پړاو کې یې څلور لوبډلو نیمه پایلوبي ته لار پیدا چې نوموړی نیمه پایلوبه یې د شمشاد او مرغوال لوبډلې ترمنځ تر سره سوه او مرغه وال لوبډلې په پکښې بریا ترلاسه کړه ، د لومړی لوبډلې په توګه پایلوبي ته راغلل، په دوهمه لوبه کې ګوربت لوبډلې قلات ښاروالۍ ته ماتې وکړې او د مرغه وال مقابلې ته راووتل.
د یادو سیالیو پایلوبه جمعه، د ثور ( غوایي) میاشتي په ۱۳ نېټه تر سره سوه د لوبي پچه ( ټاس) ګوربت لوبډلې وګاټه او لومړی وار یې توپوهنه وکړه. د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۷۹ منډې هدف په ۲۰ اورنو کې د بشير پټان د ۴۵ او سیدالله سیند د ۳۰ منډو په مټ هدف کېښود.
مرغه وال لوبډله په پیل کې د ګوربت لوبډلې د ځوانو توپ اچوونکو رحیم الله کریمي او بخت الله د سختې توپ اچوونې ښکار سوه، په ۲۴ منډو کې یې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه وکړه خو منځنیو لوبغاړو یې لا یو څه ملتیا وکړه؛ مګر دوی بریالي نه سول او خپله ټوله لوبډله یې پر ۱۲۶ منډو وسوځېده. ګوربت لوبډلې د یادې اتلولي په ګټلو سره زابل کې څلورم ځل د ولایت په سر لومړی لوبډله ثبت سوه او اتلولي یې خپله کړه.