په لوی هلمند کې نوښتونه کیږي؛ هریرود لوبډله د سولې سیالۍ اتله شوه

عبدالولي عمري

د لښکرګاه ښار د شهید انجینیرعبدالمتین­ عالي لیسې کي د سولې په نوم د زده کوونکو د لا هڅونې په موخه د سولې په نوم پیل سوي د فوټبال ۱۵ ورځنی ټورنمېنټ پای ته ورسید.

د لښکرګاه په زړه کې د شهید انجینیر عبدالمتین په عالي لیسه کې د د دوولسم، یوولسم اولسم ټولګېو د زده کوونکو ترمنځ د سولې په نوم د فوتبال تورنمېنت پیل سوی وو چې وروستۍ لوبه یې ترسره سوه.

د یادې لیسې د ورزش مسؤل استاد شاه ولي زیارمل وویل: یاد د فوټبال ټورنمېنټ چي ۱۵ ورځي يې وخت ونیوی د بیلابیلو ټولګیو څخه ۸ لوبډلو پکښي برخه اخیسته وه چي نن ورځ يې وروستۍ لوبه د مسلم اریا اوهریرود لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. د زیارمل په خبره د لوبې پر مهال دواړو لوبډلو یو د یو په مقابل کي لوبه مساوي ترسره کړه چي د لوبې په وروستو کې د پیناټیو په وسیله د هریرود لوبډلې وکولای سول چې د یاد ټورنمېنټ اتلولي ترلاسه کړي، ښاغلي زیارمل د هلمند د ورزش امریت څخه هم مننه وکړه چي د نوموړوسیالیو د مخته وړلو په برخه کي يې ورسره همکاري کړې.

د دغو سیالېو وروستۍ لوبې ته د هلمند د ورزش امر محمود نورزی هم ورغلی وو، ښاغلي نورزي د خپلو خبروپرمهال ځوانان ورزش ته وهڅول اوزیاته يې کړه چي ځوانان کولای سي د ورزش په برخه کي ښې لاسته راوړنې ولري، نورزي ژمنه وکړه چي د ورزش په برخه کي به خپله همکاري د زده کوونکو څخه ونه سپموي.

د یادې سیالۍ پرمهال یوشمیر نورو ویناوالو هم د ورزش پراهمیت خبرې وکړي او زده کوونکي يې لا دې ته وهڅول چې د خپلو درسونوترڅنګ دې ورزش ته هم پاملرنه وکړي د شهید انجینیر عبدالمتین عالي لیسې سرښوونکي عصمت الله څاروان د ښوونځی د ادارې په استازیتوب د ورزش د امریت څخه مننه وکړه چي د یادو سیالیو په جوړولوکي ورسره مرسته کړې، نوموړي زیاته کړه: زموږ اداره په راتلونکي کي هم د دا ډول ورزشي سیالیو په لاره اچولو پلان لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندي هم د شهید انجینیر عبدالمیتن په عالي لیسه کي دا ډول سیالی په لاره اچول سوي.