راپور عبدالولي عمري

د لښکرګاه په زړه کې د شهید انجینیرعبدالمتین عالي لیسې د ادراې له لوري د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ تشویقي سیالۍ پای ته ورسیدې. دا سیالۍ چي یوه میاشت وړاندي د هلمند په مرکزي لیسه کي پیل سوي وې نن د میوند اتلانو د لوبډلي په ګټه پای ورسېدې.

یادي سیالۍ د یوولسو لوبډلو ترمنځ وي چي، هرې لوبډلي خپل اته اوریزه پاړۍ پای ته رسول، له دې لړۍ څخه دوو لوبډلو میوند اتلان او هیرمند لوبډلي پایلوبي ته لاره پیدا کړه چي دواړي لوبډلي د پوره مرال سره نن د سیالۍ ډګر ته ووتلې ، او هڅه يې کول چي مقابل ټیم ته په ماتي ورکولو سره د لوبي بریا خپله کړي.

په دې تشویقي سیالیو کي پاینل ته لاره پیداکوونکي لوبډلي ( دولسم م ) او ( لسم ر ) ټولګی وې چي ، نن يي د یادو سیالیو پایلوبه ترسره کړه، پایلوبه کي د (لسم ر ــ یا میوند اتلان ) لوبډله وتوانیده چي ( دولسم م ــ یا هیرمند ) لوبډلي ته په ۴ ویکټو ماته وکړي.

ددې ټورنمیټ ډيري منډي کوونکی عبدالباقي ، د ډیرو ویکټو اخیستونکی محمود داتلانو د لوبډلي څخه ، او په لوبه کي د هټریک ترسره کوونکی مجیب الرحمن د لیسه ذکور د لوبډلي څخه وو چي ځانګړي ډالي ورته ورکول سوې.

او وروسته د انجینیر عبدالمتین دعالي لیسې سرمعلم عصمت الله څاروان د همدا سي سیالیو په ترسره کولو سره زیاته خوښي وښودل او وې ویل چي موږ په نورو برخو کي همداسي تشویقي سیالۍ په پام کي لرو ، او غواړو چي له دې لاري د خپل هیواد خلګ د زده کړي برخي تشویق کړو.

په پاي کي د لیسې د سپورټ امر شاه ولي زیارمل هم د سپورټ د ګټو په برخه کي وویل چي، سپورټ دصحت ضامین دی ، هر هغه څوک چي غواړي فکري قوه قوي کړي نو سپورټ ته دي مخه کړي ، او وویل چي راسئ د ژوند په نورو چارو کي سپورټ ته وخت ورکړو ترڅو سالم بدن او هوسا ژوند ولرو.

له دې سره زده کوونکو هم خوښي وښول او وویل چي باید هر وخت موږ ته همداسي سیالي په لاره واچول سي ترڅو موږ ورپکښي برخه واخلو