د لیګ نیمه سلیزه چینای سوپر ګینګز وګټله

راپور: عبدالولي عمري

د هندوستان غوره لیګ په پنځوسمه لوبه کې چینای لوبډلې په خپل کور کي ډهلي لوبډلې ته ماته ورکړه، ډهلي لوبډلې تر دې مخکي لمړی مقام درلود؛ خو دې لوبډلي د لوبې په بایللو سره خپل لمړی مقام چینای لوبډلي ته ورکړ او ځان یې دوهم مقام ته ښکته کړ.

ددې پنځوسمي لوبي پیل چینای لوبډلې وکړ، دې لوبډلې په خپل ټول توان ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو د ډهلي لوبډلې لپاره یې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

چینای لوبډلې ته رینا ۵۹ ، ام ایس ډوهني ۴۴، او فاف ډوپلیسیس ۳۹ منډې وکړې.
د ډهلي په ګټه بیا ساچیټ دوې ، پټېل او موریس یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دوهم وار توپوهنه کي ډهلي په پوره ځواک هڅه وکړه چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي، خو بریالۍ نه شوه، دې لوبډلې په ۱۶،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۹۹ منډې وکړې، او د ۸۰ منډو په توپیر چینای لوبډلئ لوبه خپله کړه، چینای ددې لوبي په ګټلو د جدول سرته ځان پورته کړ.

د ډهلي په ګټه یوازې شریاس وو چې ۴۴ ډیرې منډې یې وکړې.
چینای لوبډلې ته عمران طاهر په ۳،۲ اوره کي ۴ ، او جدیجا بیا په ۳ اوره کي ۹ منډې ورکړې او درې ویکټې یې تر لاسه کړې.

دلیګ ددې پنځوسمي لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ ام ایس ډوهوني ته ورکول سوه.

د یادونې وړده چي چینای سوپر کینګز ددې لوبې په ګټلو د جدول لومړی مقام خپل کړ، دې لوبډلي په ۱۳ لوبو کي ۹ ګټلي ۴ یې بایللي او تر ټولو ډیري ۱۸ نمرې لري، ورپسې بیا په دوهم مقام کې ډهلي لوبډله ده چې دې لوبډلي هم ۱۳ لوبې ترسره کړي، ۸ یې ګټلي او ۵ یې بیا بایللي چي په دې سره ۱۶ نمرې لري او د جدول په دوهم مقام کي ځای لري.