د هند غوره لیګ کې چینای لوبډلې کلکتې لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه

خان وزیر عابد

نن د هند غوره لیګ یا د ( ای پي ایل) سیالیو په دوام په ( ۲۳) مه سیالۍ کې چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلکته نایټرایډرز لوبډلې ته په (۷) ویکټو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ د لوبې پچه چینای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه کلکتې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ( ۱۱۰) منډو هدف چینای ته وټاکه.

د کلکتې لپاره په توپ وهنه کې یو ځل بیا انډري رسل ډېرې منډې وکړې نوموړي په سیالۍ کې نیمه سلیزه ووهله او په پنځوس منډو باندې ناسوځېدلی پاتې شو.

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې چهار ۳ لوبغاړي وسوځول دغه راز هربجن سېنګ او عمران طاهر بیا ۲-۲ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

چینای سوپر کېنګز لوبډلې ټاکل شوی د (۱۱۰) منډو هدف په اتلسم اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سیالي یې پر ۷ ویکټو باندې وګټله.

د چینای لپاره په توپ وهنه کې فاف ډوپلېسس (۴۳) دغه راز امبته ریډیو (۲۱) او شین واټسن بیا ( ۱۷) منډې جوړې کړې او سیالي یې وګټله.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې پیس چولا یو لوبغاړی او سنېل نارین بیا دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل خو دغه سیالي یې وبایلله.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی ډیپک چهار ونومول شو نوموړي نن ۳ لوبغاړي وسوځول.

تر دا مهاله د ای پي ایل لیګ مخکښې لوبډلې په لومړي مقام کې چینای، دوهم کې کلکته، دریم پنجاب، څلورم سنرایزر، پنځم ممبي، شپږم ډهلي، اووم راجستان، او اتم وروستی مقام بیا بېنګلور نیولی دی.

نن به د هند غوره لیګ کې یوه سیالۍ ترسره شي چې دا لوبه به د ممبي اینډینز او کېنګز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ماښام پر ۷ بجو پیل شي.