راپور: عبدالولي عمري

د هندوستان دولسم پړاوو غوره لیګ د چینای سوپر کینګز او رویال چیلنجرز بنګلور په لوبي سره پیل سوو، یاد لیګ کښي چینای سوپر کینګز د لوبي پچه وګټل خو د توپ وهني بلنه یې رویال چیلنجر بنګلور ته ورکړه.
چلنجر بنګلور په ۱۷،۱ اور کي ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه، او چینای ته یې د ۷۱ منډو هدف وټاکه.

چیلنجر بنګلور لوبډلي ته پټېل ډیري ۲۹ منډي وکړې.
د چینا لپاره ورو توپ اچوونکو پوره ګټه واخیسته دې لوبډلي ته هربهجن سینګ درې ، عمران طاهر درې او جدیجا دوې ویکټي ترلاسه کړې.

په دوهم وار توپ وهنه کي د چینای لمړی ویکټ شین واټسن لوبډلي ته زیان پیدا کړ، خو نورو توپ وهونکو یاده لوبه په پوره مسؤلیت تر هدفه ورسول.

چینای په ۱۷،۴ اورونو کي ټاکلي هدف ته د درو ویکټو په زیان ځان ورسوی ، او د ۲۰۱۹ کال لمړۍ لوبه یې خپل په ګټه پای ته ورسول.
د چینای لپاره امباټي رایډو ۲۸ منډي وکړې

دې لوبه کي چینای لوبډلي ته سریش رینا د هند په غوره لیګ کي په ۱۷۷ لوبي کي خپلي ۵۰۰۰ منډي پوره کړې، چي دا لمړی هندی لوبغاړی دی چي دومره ډیري منډي کوي.

دې لوبه کي د لوبي د سټالیش لوبغاړي ډالۍ عمران طاهر ته ورکول سوه، دغوره کیچ ډالۍ جدیجا ته ورکول سوه، او د لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ بیا هربهجن سینګ ته ورکول سوه.

د یادوني ده چي د سبا لپاره د هند په غوره لیګ کي لمړۍ لوبه د سنرایزر حیدرباد او کلکتې ترمنځ ۳:۰۰ بجې تر سره کیږي، او دوهمه لوبه بیا د ممبی او ډهلي ترمنځ ۷:۰۰ بجې پیلیږي