راپور: عبدالولي عمري
د هند د بې شمیره نندارچیانو په مینځ کي، دواړي لوبډلي تر ملي سورود وروسته لاس په کار او د لوبي د ګټلو لپاره یې د فکر لار د توپ وهني، توپ اچووني، او بال نیووني پر طرفونو راوګرځیدل، دلته داځل د هند خاوره پر هندي لوبغاړو ښه ونه لګیده نو ځکه یې د لوبي لپاره مټي کمزوري سوه.
اسټرالیا له هند سره ورستي لوبه پیل کړه ، اسټرالوي لوبډلي د پچي په ګټلو دوه لوبغاړي میدان ته کښته کړه.
هند لوبډلي اسټرالیا ته موقع ورکړه چي هدف وټاکي، اسټرالوۍ لوبډلي په خپلو ۳۰۰ توپونو ۹ لوبغاړي ورکړه خو د هند پروړاندي یې ۲۷۳ منډي هدف وټاکه.اسټرالیا ته عثمان خواجه د هند پر وړاندي د خپلو پنځوس اوریزو لوبو په جدول کي دوهمه سلیزه اضافه کړه، خواجه چپ لاس توپ وهونکی دی لمړۍ سلیزه یې هم د هند پروړاندي په دریمه یورځنۍ لوبه کي پوره کړې وه، او دا ځل یې بیا د هند خلاف د لوبلړۍ په ورستۍ لوبه کي خپلي لوبډلي ته ۱۰۰ منډي وکړې، همدا سلیزه وه چي اسټرالیا بریا ته ځان ورسیده.
همدې لوبه کي اسټرالیا ته یو بل توپ وهونکي هنډسکومب ۵۰ منډي وکړې.
د هند د توپ اچوونکو څخه کومار درې د اسټرالیا لوبغاړي، او جدیجا بیا دوه لوبغاړي وسوځل.ددې بهتریني لوبي د توپ وهني دوهمه برخه هندوستان پیل کړه، خو د هندۍ لوبډلي زړه اسټرالیا کښلی نو ځکه یې هدف ته ځان مات کړ، هندوستان خپل ۳۰۰ توپونه ولوبول خو ټاکلي هدف ته تر رسیدو وړاندي یې لوبډله چپه سوه، اسټرالیا دا لوبه په ۳۵ منډو وګټل.

د هندوستان لپاره حساب کوونکو لوبغاړو هیڅ ښه لوبه ونه کړه ، روحیت شرما ۵۶، جادو ۴۴، کومار ۴۶ منډي وکړې.
د اسټرالیا توپ اچوونکو هندۍ توپ وهونکو ته چانس ورنه کړ تر څو ډیري منډي ورکړې، دام زامپا درې، کومینس ، ریچارډسن، او سټونس دوې دوې ویکټي ترلاسه کړې.

ددې لوبو کوربه هندوستان وو چي د شل اوریزي لوبي ګټه هندوستان، او د پنځوس اوریزو لوبو ګټه اسټرالیا وې وړه.
ددې لوبي د سریز او د لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ یواځی عثمان خواجه ته ورکول سوه، عثمان خواجه بهترینه لوبه د خپلي لوبډلي لپاره کړې وه.