راپور: عبدالولي عمري

هندي او اسټرالوي لوبغاړي د یورځنیو لوبو په ترسره کولو یو د بل پروړاندي پر هندي لوبغالي ولوبیده، د هند او اسټرالیا په څلورمه یورځنۍ لوبه کي د توپ وهني لپاره د هندۍ لوبډلي پیلونکو لوبغاړو روحیت شرما او شکر دهون د توپ وهني پیل وکړ، دواړو لوبغاړو د یوې ستري لوبي وروسته له میدانه ووتل.
هندۍ لوبډلي په خپل ۳۰۰ توپونو د ۹ لوبغاړو په له لاسه ورکولو اسټرالیا ته د ۳۵۹ منډو هدف وټاکه.
هندوستان ته شکر دهون په ۱۱۵ توپونو ۱۴۳ ، روحیت په ۹۲ توپونو ۹۵ منډي وکړې.
اسټرالیا ته بیا پټ کومینس ۵ ، ریچارډسن ۳ ویکټي ترلاسه کړې.

په دوهم وار توپ وهنه کي بیا اسټرالیا ته پیلونکی لوبغاړی ارون فینچ لمړی ویکټ ورکړه خو بیا هم اسټرالوۍ لوبډلي زغم وکړ، او د پوره مسؤلیت سربیره یې لوبه مخته یوړه، نو ځکه یې د لوبي رنګ او خوند پر ځای پاته سو،اولوبه یې په څلورو ویکټو وګټله.

اسټرالیا ته پټر هنډسکومب ۱۱۷ عثمان خواجه ۹۱ او اشټن ۸۴ منډي وکړې. هندوستان لپاره بمرا درې ویکټي ترلاسه کړې. د هندوستان او اسټرالیا د پنځو پنځوس اوریزو سیریز دوه _ دوه مساوې روان دی، لمړۍ لوبه هندوستان په ۶ ویکټو، دوهمه لوبه هندوستان په ۸ منډو، دریمه لوبه اسټرالیا په ۳۲ منډو، او څلورمه بیا اسټرالیا په ۴ ویکټو وګټل.
د همدې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ اشټون ته ورکول سوه.

د یادوني ده چي ددواړو هیوادو د سیریز د ګټلو لوبه د همدې میاشتي پر ۱۳ سم تاریخ ترسره کیږي