انګلستان ویسټ انډیز پر ګونډو کړ

راپور: عبدالولي عمري

د ویسټ انډیز او انګلستان دوهمه شل اوریزه لوبه د انګلینډ لوبډلي په ګټه پای ته ورسیده، یاده لوبه د ویسټ انډیز په خپل کور لوبغالي او د لوبي نندار کوونکو په منځ کي ترسره سوه خو بیاهم ویسټ انډیز د انګلینډ څخه ماته ومنله.

د لوبي پیل انګلیستان لوبډلي وکړ، چي پکې ښې لاسي توپ وهنونکي سم بیلینګز د خپلو شل اوریزو لوبو په بهیر کي تر ټولو ډیري ۸۷ منډي وکړې، همدا سم بیلینګز د افغانستان په غوره لیګ کي د کندهار لوبډلي سره لوبیدلی وو.

انګلستان په دې لوبه کي ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو ویسټ انډیز ته یې بیا د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

د انګلیستان لپاره دوو لوبغاړو ټاکلی هدف اوږد کړ، سم بیلینګز او جیو روټ داهغه لوبغاړي وه چي د خپل هیواد ، خلګو او د خپل ځان مسؤلیت یې ادا کړ.
سم بیلینګز ۸۷ منډي او جیو روټ بیا ۵۵ منډي وکړې.
د ویسټ انډیز لپاره بیا فابین آلین دوې ویکتي ترلاسه کړې.

په دوهم وار توپ وهنه کي بیا ویسټ انډیزي لوبغاړي شای هوف او ګریس ګیل وه چي دلوبي کنټرول یې د ټولو لوبغاړو لپاره له لاسه ورکړ، دلته بیا ویسټ انډیز لوبډلي په ۱۱،۵ اوره کي د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۴۵ منډي وکړې او همدا دوهمه لوبه یې انګلینډ لوبډلي ته ورکړه.

د ویسټ انډیز لپاره شیمرون او براټویټ وه چي لس_ لس منډي یې وکړې.
د انګلیستان لپاره چټک توپ اچوونکي او د افغانستان په غوره لیګ کي د پکتیا لپاره لوبیدلي کریس جورډن ۴  او عادل رشید ۲ ویکټي ترلاسه کړې، دلته د انګلستان لپاره هر لوبغاړي خپل مسؤلیت ادا کړ.

د همدې لوبي غوره لوبغاړی سم بیلینګز وټاکل سو، نوموړي دخپل ټېم لپاره ۸۷ منډي وکړې.
د یادوني ده چي د شل اوریزو لوبو په دې لړۍ کي انګلستان لمړۍ شل اوریزه لوبه په ۴ ویکټو او همدا دوهمه شل اوریزه لوبه په ۱۳۷ توپیر وګټله، ددې هیوادونو ورستۍ لوبه د همدې مارچ میاشتي پر ۱۱ تاریخ او دافغانستان پر وخت ۱۲:۳۰ ترسره کیږي