چهلګزیوال: موږ خپل ټورنمنټونه پر مخ وړو او د ځوانانو د یووالي لپاره په ګډه کار کوو

ــ حضرت عثمان نوري

د اچین ولسوالۍ اړوند د چهلګزي په سیمه کې د کرکټ سیالۍ پېل شوې، ددې سیالېو موخه د ځوانانو یووالی بلل کېده، تېره ورځ/جمعه/ ددې سیالېو پایلوبه ترسره شوه، چې د لوبې لیدو ته یې سلګونه ځوانان، سپین ږیري، قومي مشران، د ورزش مینه وال، د رسنېو مسوولین او د اچین ولسوالۍ نظامي او ملکي مسوولینو شتون درلوده.

دې لوبلړ کې تر پنځوسو زیاتو لوبډلو ګډون کړی وو او پایلوبه یې د جمعې مازدیګر ترسره شوه.
چهلګزي لوبډله دريم مقام او د پيښې خوړ لوبډله څلورم مقام ته لارپيداکړه، چې پایلوبې ته د کوټ او میدانک لوبډلې وتلې وې، چې میدان ترې میدانک لوبډلې یوړه او دا لوی ویاړ یې خپل کړ.

همدارنګه د بریالۍ لوبډلو بېلابېلو تکړه لوبغاړو ته ډالې ووېشل شوې. ديادونې وړ ده چي دسولي په وياړ څه وخت مخکې هم چهلګزي بابا کي واليبال سيالۍ هم پېل شوې وې.

موږ (د تاند خبریال)  هم ددې لوبلړ په مېنځ کې د لوبې یوې سیالۍ ته ورغلی وو، لوبغاړي یې ستایلي وو او د دوی د هڅونې په موخه یې ځوانان یووالي او اتفاق ته را بللي وو.