راپور: عبدالولي عمري
د افغانستان او ایرلینډ په څلورمي یورځنۍ لوبه کي دواړې لوبډلي د لوبي د ګټلو په تکل میدان ته کښته سوې، دې لوبه کي افغان کرکټ ملي لوبډلي ایرلینډ ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دې لوبه کي ایرلینډ پچه وګټله او افغان لوبډلي ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.افغان لوبډلي په ۴۹،۱ اور کي د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ایرلینډۍ لوبډلي ته د ۲۲۴ منډو هدف ورکړ، افغان لوبډلي ته لمړنیو لوبغاړو حضرت ځاځي، نور علي ځدران، او رحمت شاه ډیر ژر ویکټي له لاسه ورکړې، خو د لوبي کنټرول او د غټ هدف ټاکلو لپاره اضغر افغان، محمدنبي، او راشد خان ټټر وواهه او داځل یې د ایرلینډ خلاف بهترینه لوبه وکړه.افغان لوبډلي ته لوبډلمشر نيمه سلیزه پوره کړه، دا د نوموړي په یورځنیو لوبو کي لسمه نيمه سليزه وه، خو په روانو لوبوکي یې دوهمه نيمه سليزه وه چي د خپل ټېم لپاره یې پوره کوي.
تر اصغر افغان وروسته محمد نبي هم بهترینه لوبه وکړه محمد نبي هغه لوبغاړی دی چي ډیری وخت یې خپل ټېم ته د لوبي ګټل ور ترغاړي وي، محمد نبي بیا د خپل ټېم په ګټه ۶۴ منډي وکړې. بل خوا بیا افغان ګوګلي ماسټر راشد خان د خپلو پنځوس اوریزو لوبو په بهیر کي څلور نیمه سلیزي پوره کړه.

د ایرلینډ لپاره کامیرون درې، رنکین او مک براین دوې – دوې ویکټي ترلاسه کړې.
کامیرون د محمد نبي، نجیب، او ګلبدین ویکټي ترلاسه کړې، رنکین د رحمت شاه او افتاب عالم ویکټی ، او مک براین بیا د حضرت، اکرم علي خیل ویکټي ترلاسه کړې.همدې لوبه کي په دوهم وار توپ وهنه کي بیا ایرلینډ لوبډله د پوره چمتوالي سره میدان ته کښته سوه، خو افغان لوبډلي وکولای سوه چي د ایرلنډۍ لوبډلي مرال صفر کړي، د ایرلینډ لوبډلي په ۳۵،۳ اوره کي ۱۱۴ منډي وکړې ، خو ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړه، افغان لوبډلي دا لوبه په ۱۰۹ منډو وګټل.د ایرلینډ د ویکټو پیل افتاب عالم وکړ، دوی ته کیوین ابراین ډیري ۲۶ منډي وکړې.
افغان لوبډلي ته افتاب عالم څلور، راشد خان دوه ، او مجیب هم دوه، خو مجیب بیا په یوورځنیو لوبو کي ۵۰ ویکيټي پوره کړې، ګلبدین او محمد نبي یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
ددې لوبي غوره لوبغاړی خان راشد خان وټاکل سو، راشد خان دوه ویکټي او ۵۲ منډي وکړې.

د یادوني ده چي د افغان لوبډلي او ایرلینډ د یورځنیو لوبو په بهیر کي افغان لوبډلي دوه او ایرلینډ یوه لوبه ګټلې، خو ددې لوبډلو د سر نویشت لوبه یکشنبه دولس بجې ترسره کیږي