افغانستان یې د مېلمستیا په کیسه کې نه دی

عبدالولي عمري

افغان کرکټ مخکښي لوبډلي د ایر لینډ خلاف د یورځنیو لوبو پیل په بیل انداز وکړ، افغان لوبډلي وکولای سوه چي د درو شل اوریزو لوبو د سیریز ګټلو وروسته په پنځه یورځنیو لوبو کي ایرلینډ ته په لمړۍ لوبه کي ماته ورکړه.

 افغانستان په خپل کوربتوب د هند په دهرادون ښار کي د ایرلینډ خلاف لوبه ترسره کړه، چي پکښي ایرلینډۍ لوبډلي په پنځه ویکټو ماته وخوړه. ایرلینډ لوبډلي د پچي په ګټلو سره د لوبي پیل وکړ، خو افغان سپین توپ اچوونکي مجیب الرحمن د ایرلینډ لوبډلي پیل د کفټان ویلم پوټرفیلډ ویکټ ترلاسه کړه او له دې سره ایرلینډۍ لوبډله دلوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ونړیده او ونه توانیده ده چي افغان لوبډلي ته پراخ هدف وټاکي. ایرلینډ لوبډلي په ۴۹تم اور کي ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۱ منډي یې په ټولو لوبغاړو سره جوړي کړې، خو افغانستان ته یې د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.

 د ایرلینډ لپاره پول سټرلینګ ۸۹ منډي او همدې لوبډلي ته ډکریل ۳۷ منډي وکړې. دلته بیا افغان لوبغاړو مجیب الرحمن او د ځنډ وروسته لوبوته راستون سوی دولت ځدران درې – درې ویکټي ترلاسه کړې.

 په دوهم وار سره افغان لوبغاړو ته د توپ وهني چانس په لاس ورغی، دې لوبډلي بیا په ۴۱،۵ اوره کي د ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ټاکلي هدف ته ځان ورساوه. د افغان لوبغاړو څخه ګلبدین نائب ۴۶ او شهزاد محمدي ۴۳ منډي جوړي کړې خو ایرلینډ ته بیا رنکین دوې ویکټي ترلاسه کړې.

 په همدې لوبه کي د لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ ګلبدېن نائب ته ورکول سوه، د یادوني ده چي د افغان لوبډلي او ایرلینډۍ لوبډلي دوهمه لوبه د مارچ پر دوهمه یا د شنبي په ورځ پر ۱۲:۰۰ بجې پیل شي.